افغانستان

نشنل انټرسټ: د ټرمپ نامعقوله تګلاره په افغانستان کې ناکامه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې ورځپاڼې «نشنل انټرسټ» په خپله نننۍ ګڼه کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» پالیسي ارزولې او نوموړی یې د افغان کړکېچ په پای ته رسولو کې ناکامه بللی.

په مطلب کې، د افغانستان د جګړې په اړه د ولسمشر ټرمپ دریځ ته کتنه شوې او پکې ویل شوي، چې که ټرمپ رښتیا غواړي «ناپایانه» جګړې پای ته ورسوي، د زرګونه بې ګناه انسانانو ژوند وساتي او سرتېري کورونو ته ستانه کړي، هیڅوک دی له دې کاره راګرځولای نشي؛ خو د ورځپاڼې په باور، حقیقت دادی، چې د ټرمپ بهرنۍ پالیسي غیر معقوله او متزلزله ده، چې له امله یې دی لا هم نه دی توانېدلی په خپلو کړو ژمنو وفا وکړي.

د مطلب په بنسټ، د سولې او ارامي په برخه کې د امریکا د ولسمشر   ژمنتیا همېشه د ژبې په سر پاتې شوې، په خپلو ژمنو کې یې سیاسي ګټې لټولې او کله يې هم په دې برخه کې قول او عمل نه دي سره یو کړي.

د سرچینې په باور، سره له دې چې د افغانستان د سولې خبرې روانې دي؛ خو په دې هیواد کې د ملکي تلفاتو کچه په بې سارې ډول لوړه شوې او جګړې تر بل هر وخت زور اخستی.

امریکايي ورځپاڼې داسې مهال، ټرمپ د سیمې او نړۍ ثبات ته په نه ژمنتیا تورنوی، چې څه موده وړاندې نوموړي له طالبانو سره د سولې مذاکرات د یوه ټويټ په کولو سره لغوه کړل او ادعا يې وکړه، دا کار یې په افغانستان کې د وژل شوي امریکایي سرتېري په بدل کې کړی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x