افغانستان

نی: د کورنيو چارو وزارت پرېکړه د بیان ازادۍ د محدوديت لامل کيږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو ټولو قومندانانو، رئيسانو او د پوليسو منسوبينو ته امر کړی، چې له رسنيو سره مرکې ونه کړي او حق نه لري، چې په ټولنيزو رسنيو کې خپل انځورونه خپاره کړي.

خو د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې «نی» د کورنيو چارو وزارت د سرپرست مسعود اندرابي له لوري خپرې شوې اعلاميه د هېواد د نافذه قوانينو سره په ټکر کې بللې ده.

نی له کورنيو چارو وزارت څخه غوښتي، چې پر دې اعلاميې له سره کتنه وکړي او د افغانستان د نافذه قوانينو په رڼا کې يې له سره وليکي.

د کورنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، هېڅ رئيس، قومندان او د پولیسو منسوبين نشي کولی، خپل رسمي نظر له رسنيو سره شريک کړي او د اړتيا په صورت کې بايد د کورنيو چارو وزارت د سټراټيژيکو اړيکو له عمومي رياست څخه اجازه واخلي.

د کورنيو چارو وزارت پر خپلو کارکوونکو او مامورينو دا بنديزونه په داسې حال کې لګولي، چې وړمه ورځ نږدې دېرشو رسنيو په کابل د حکومت پر خلاف اعتراضيه ناسته کړې وه او حکومتي چارواکي يې معلوماتو ته د لاس رسي په مخنيوي تورن کړي وو.

د کابل پريس کلب مشر عزيز احمد تسل ويلي، حکومت له افغان او بهرنيو رسنيو سره د مور او ميرې چلند کوي، بهرنيو رسنيو ته په اسانه معلومات ورکوي او کورنيو رسنيو ته معلومات نه ورکوي.

ښاغلي تسل زياته کړه، چې حکومتي ادارو او وزارتونو کې غیر مسلکي کسان ګومارل شوي، د ډېری وزارتونو وياندويان په دواړو ملي ژبو «پښتو او دري» نه پوهيږي او له خبريال سره د خبرو کولو وړتيا نه لري او له همدې امله د حکومت او رسنيو ترمنځ واټن په زياتېدو دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close