
کابل: سرتېري برید مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کابل ولایت په پنځمه امنیتي حوزه کې د مارشال فهیم نظامي اکاډمي سره سرتېري برید مرګ ژوبله اړولې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» وایي، مرګ ژوبله د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې او ملکي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ؛ خو په خبره يې په دې برخه کې لا هم بشپړ مالومات نلري.
نصرت رحیمی، سخنگوی وزارت داخله می گوید که انفجار در نزدیک دانشگاۀ نظامی مارشال فهیم در کابل، برخاسته از یک حملۀ انتحاری بوده است.
او افزود که غیرنظامیان نیز در میان قربانیان این حمله استند، اما تاکنون جزئیات دقیق در دست نیست. pic.twitter.com/rfQbMuztR3
— TOLOnews (@TOLOnews) February 11, 2020
بل لور ته ازاد خبریال «بلال سروري» د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي له قوله لیکلي، چې برید د مارشام فهیم د نظامي اکاډمي د موټرونو په تمځای کې رامنځته شوی، چې له امله یې یو ښوونکی، دوه د نظامي زده کړو زده کوونکي او دوه ملکي وګړي وژل شوي.
د سروري په خبره، په دې پېښه کې د ملکي وګړو په ګډون لس تنه ټپیان شوي هم دي.
به گزارش منبع موثق امنیتی:
در حملۀ انتحاریِ پیشروی ورودی آکادمی مارشال محمد قسیم فهیم، حد اقل دو محصل، یک استاد، و دو ملکی رهگذر شهید، و ده نفر شامل ملکی ها، زخمی شدهاند.— BILAL SARWARY (@bsarwary) February 11, 2020
یاده دې وي، چې په مارشال فهیم نظامي اکاډمي باندې شوی برید لومړنی نه دی، تر دې وړاندې هم په دې اکاډمي ګڼ بریدونه شوي او وروستۍ هغه يې د تېر میلادي کال په می میاشت کې رامنځته شو، چې دوولس تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.