
ترکيه: سوريه کې مو د بشارالاسد رژيم ۱۱۵ هدفونه په نښه کړي او ګڼ عسکر مو وژلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ترکيې دفاع وزارت ويلي، تېره ورځ يې سوريه کې د بشارالاسد رژيم ۱۱۵ پوځي هدفونه په نښه کړي او ګڼ شمېر عسکر يې ورته وژلي دي.
د ترکيې حکومت وايي، دا بریدونه يې په ادلب ښار کې د سوريايي عسکرو له لوري د پنځو ترکي پوځيانو د وژنې په غبرګون کې کړي دي.
دفاع وزارت زياته کړې، که د سوريې په شمال لويديځ کې پر ترکي ځواکونو بیا برید وشي، دوی به يو ځل بيا پر سوريايي پوځيانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
ترکي رسنۍ د دفاع وزارت د چارواکو له قوله وايي، د ترکي ځواکونو په بریدونو کې د بشارالاسد رژيم ۱۱۵ هدفونه په نښه شوي، ګڼ شمېر عسکر يې وژل شوي او لا هم خپلو عملياتو ته دوام ورکوي.
د رپوټونو له مخې له تاوتريخوالي وروسته ترکيې د سوريې شمال کې د خپلو پوځيانو د مرستې او ژغورنې لپاره سرحدي سيمې ته نور پوځيان او درې سوه زغره وال ټانکونه لېږلي دي.
د ترکيې مرستيال ولسمشر فواد اوقطای په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د دوی ځواکونه به د نړيواله قانون ماتوونکو ته عبرت ناک درس ورکړي او اشاره يې د سوريايي عسکرو هغو بریدونو ته وه، چې پنځه ترکي پوځيان په کې وژل شوي وو.
امنيتي ناسته
په ورته وخت کې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان په پلازمېنې انقره کې امنيتي ناسته رابللې او د سوريې په ادلب ښار کې پر ترکي پوځيانو د بشارالاسد رژيم د توپچي ځواک د بريد په ځواب يې سلامشورې وکړې.
په دغه امنيتي ناسته کې د ولسمشر اردوګان سربېره د بهرنيو چارو وزير مولود چاويش اوغلو، دفاع وزير خلوصي اکار، لوی درستيز او استخباراتي چارواکو ګډون کړی و.
ترکي رسنيو د ولسمشرۍ ماڼۍ د سرچينو په حواله ليکلي، د اسد رژيم د عسکرو له لوري د وژل شوو ترکي پوځيانو وينې به نه ضايع کيږي او بالمثل ځواب به يې وايي.
تېره اونۍ هم د سوريې په شمال کې څلور ترکي پوځيان وژل شوي وو، چې ترکيې يې په ځواب کې د بشارالاسد رژيم پر قوتونو برید کې ۳۵ عسکر وژلي وو.