روغتیا

لامبو وهل؛ د وزن کمولو غوره وسله ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د وزن کمولو لپاره بېلا بېلې لارې په کار اچول کیږي، کم خوراک، سخت ورزش، جیم ته تلل، منډه وهل، لوبه کول، خوراکي رژیم په پام کې نیول او بېلا بېل درمل خوړل، دا هغه څه دي چې د چاغوالي له منځه تلو تاثر په کې ډوب دی، خو پوهان وایي چې له دې څخه یې ځينې ترسره کول په راتلونکې کې روغتیا لپاره زیانمن دي.

ددې لپاره له اندازې کم خوراک کول، او تر ډيرې اندازې ورزش کول، ځان ستړی کول او پر ځان زیات فشار راوړل که څه هم په عین وخت کې د انسان وزن کموي خو په دوی کې د اوږدمهالې ناروغۍ د رامنځته کېدو او بالاخره د چاغوالي د یو وار بیا راګرځېدو ګواښ زیاتوي.

د روغتیا تعلیم لپاره د جرمني فدرالي انستیتیوت ویلي چې لامبو وهل د وزن کمولو لپاره اغیزمنه وسیله ده، ځکه چې دا د ټولیزې روزنې په توګه د بدن غوړ او کالوريزو په سوځولو کې مرسته کوي.

دغه انستیتیوت زیاتوي چې د ۳۰ دقیقو لپاره لامبو وهل په ۳۵۰ کالوریزو سوځولو کې مرسته کوي، او د یو ساعت لپاره په چټکتیا سره لامبو وهل تر ۸۵۰ زیات کالوریز سوځوي. چې په اسانه کولای شي د بدن عضلات مو پیاوړي او وزن مو کم کړي.

د پام وړ پایلو ترلاسه کولو لپاره باید په اونۍ کې په اوسط ډول ۲ یا ۳ ځله لامبو ووهئ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close