ورزش

کرېکټ بورډ پر شفیق الله شفق بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ ادراې د ملي لوبډلې پر چټک لوبغاړي شفیق الله شفق د نامعلومې مودې لپاره بندیز ولګاوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وایي چې پر شفیق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون څخه د سرغړونې په تور د فروري له لسمې نیټې څخه تر وروستۍ پریکړې صادرولو پورې بندیز ولګېده.

کرېکټ بورډ دغه سرغړونې، د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو پرمهال او دغه راز د یوې بلې دوسیې اړوند چې په کې نوموړی له قانون پر سرغړونې تورن شوی یادې کړي دي.

کرېکټ بورډ وایي چې شفیق الله شفق د لوبو پرمهال د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې د پنځو مادو څخه سرغړونې کړي چې د نامعلومې مودې لپاره پرې بندیز لګېدلی دی.

د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوې چې د فساد یو لړ ادعاوې هم په کې وشوې، کرېکټ بورډ هغه مهال یاد لیګ له درغلیو پاک وګاڼه خو وروسته یې ځینې چارواکي په دې اړه له دندو وشړل.

۳۰ کلن شفق ته د کرېکټ بورډ لخوا ۱۴ ورځې مهلت ورکړل شوی چې باید نوموړی د لګول شویو تورونو په اړه ځواب ووایي.

تر دې دمه شفیق الله شفق د کرېکټ بورډ پر یادې پریکړې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

شفیق الله شفق د نړۍ لومړی لوبغاړی دی چې په کورنیو شل اوریزو سیالیو کې یې له ۲۰۰ زیاتې چټکې منډې جوړې کړي، او دغه راز د زیاتو (۲۱) شپږیزو ریکارډ هم په خپل نوم لري. هغه د غوره توپ وهنې او ویکټ ساتنې ترڅنګ ښه او چټک ډګر ساتونکی هم و.

شفیق الله شفق له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې د ملي لوبډلې په ۷۰ لوبو کې ګډون کړی چې له ۱۰۰۰ زیاتې منډې یې جوړې کړي او ۳ نیمه سلیزې يې وهلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x