افغانستان

حکمتیار: اوربند موږ هم غواړو؛ خو داسې شرط باید نه وي، چې مذاکرات وځنډوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي مشر «ګلبدین حکمتیار» وایي، د سولې او بین الافغاني مذاکراتو لپاره یې طرحه جوړه کړې، اوربند یې د یو بند په توګه پکې ځای کړی؛ خو په خبره یې، د اوربند په پلمه باید مذاکرات ونه ځنډول شي.

حکمتیار چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، هیڅ داسې شرط باید وضع نکړل شي، چې له امله یې مذاکرات وځنډول شي؛ ځکه په خبره یې، لومړی باید له طالبانو سره مذاکرات وشي او وروسته له هغوی د اوربند غوښتنه وشي.

حکمتیار زیاته کړه، ښايي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې توافق نږدې وي ځکه امریکا د خپلو ځواکونو په ایستلو کې جدي ښکاري.

د حکمتیار په خبره، دوی او ملت سوله غواړي؛ خو هغه څوک چې د جګړې له امله واک ته رسېدلي او مرفه ژوند یې په برخه شوی، د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي او نه غواړي سوله وشي.

نوموړي ددې ترڅنګ بهرنیان په افغانستان کې د شته ټولو ستونزو لامل وبلل او له طالبانو یې وغوښتل، څو د افغان جګړې لپاره د حل لارې په پیدا کولو کې هڅې وکړي او له امریکایي لوري سره تر مذاکراتو وروسته له افغاني جهتونو سره د خبرو مېز ته کېني.

حکمتیار ظاهرا ارګ ته په اشارې وویل، چې ځیني غواړي د سولې لپاره خپله طرحه او خپل مرکچي پلاوی جوړ کړي؛ خو دده په قول، تر هر څه اړینه داده، څو د تصمیم نیونې یوه متفقه مرجع رامنځته کړل شي او داسې یوه اجماع جوړه شي، چې ټول لوري پکې خپل ځان وویني.

نوموړي د جوبایډن هغه څرګندونې، چې ویلي وو، افغانان یو متحد ملت کېدای نشي، کرکجنې او له حقایقو لرې وبللې او یاده یې کړه، چې افغانان متحد وو او تر دې وروسته به هم وي.

حکمتیار وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې کابل حکومت په پرلپسې ډول اوربند د بین الافغاني مذاکراتو د شرط په توګه وړاندې کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد زرغون شآه آغا

دافغانانو قاتل او سوله?????

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x