افغانستان

ټرمپ افغانستان کې د دوو امریکایي عسکرو وژل کېدو ډېر خواشینی کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل):  د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په افغانستان کې د وژل شویو دوو امریکایي عسکرو د تعزیت لپاره «ډوور» ښار ته ورغلی او د تعزیت مراتب یې ورته وړاندې کړي.

دغه دوه امریکایي عسکر، چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې غالبا د یوه نفوذي برید په مهال ووژل شول، مړي یې تېره شپه امریکا ته ورسېدل او د هوایي ځواکونو په یوه اډه کې یې د جنازې مراسم ترسره شول.

ټرمپ، چې د یادو شویو عسکرو د جنازې مراسمو ته ورغلی، له راګرځېدو وروسته یې په خپل ټويټر لیکلي « له ډوور څخه بیرته سپینې ماڼۍ ته راوګرځېدم، ډېر خفه یم.»

پنټاګون وایي، د وژل شویو عسکرو له ډلې یو تن يې « جویر جګوار» او  بل یې « انتونیو ري رودریګز» نومېدل، چې په ځانګړو ځواکونو کې یې دنده سرته رسوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

What about the bombing and killing of those babies and mothers.

سيد زرغون شآه آغا

ټرومپيټه نور ځان مه خفه کوه عسکر دى باسه

محمدظاهر حلیمی

دنربچی دافغان مظلوموشهیدانو انتقام واخستی دځمکی پرمخ یی خپل الهی مسولیت اداکړو

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x