څنګه خپل ځان د سفر پرمهال له ویروس څخه وژغورئ؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له چین څخه د کورونا ویروس په ۲۷ هېوادونو کې د خپریدو سره خلک د خطر او اندیښنې احساس کوي، په ځانګړي توګه کله چې په الوتکه یا په میټرو او اور ګاډي کې سفر کوي، ځینې یې لا هم ددې له کبله په الوتکه کې سفر کول لغوه کوي.

یو شمېر نړیوالو هوایي شرکتونو خپلې الوتنې چین ته او له چین څخه له سفر کولو ځنډولي، او نورو هېوادونو له چین څخه راغلي خلک په خوندي ځای کې قرنطین کړي دي.

د وروستیو معلوماتو پر اساس له کورونا ویروس څخه د مړینو شمېر (۱۰۱۱) تنو ته رسیدلی خو پر دې د اخته کسانو شمېر له ۴۲۰۰۰ پورته شوی دی.

امریکایي ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» د سفر پرمهال له بېلا بېلو ویروسونو څخه د ژغورنې لپاره ځینې لارښونې په ګوته کړي چې  په لاندې ډول دي:

مخ ته ماسک اچول

د نیویارک پوهنتون د مایکروبیولوژي او رنځپوهنې پروفیسر ډاکټر ټیرنو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې عام ماسک اچول د ویروس مخنیوی کوي خو ممکن په دې کې پاتې هم راشي، ځکه چې هوا کولی شي ددې په خالي ځایونو کې دننه شي، ځینې خلک لا ماسک یوازې په خوله لګوي خو پوزه خالي پریږدي چې د هوا تنفس کولو پرمهال پر ویروس اخته شي.

ډاکټر ټیرنو په ګوته کړې، هغه ځای کې چیرې چې د ویروس خپریدو امکان ډیر وي باید N95 ډوله ځانګړی ماسک واچول شي، ځکه چې دا هوا ۹۵سلنه فلټر کوي، مګر د ساه اخیستلو ستونزې رامنځته کولی شي.

د امریکا د نرسینګ معلوماتو ساینسي مرکز مشر ډاکټر ویکي هیتسبرګ ویلي چې په الوتکو او اور ګاډو کې سفر کونکي دې د څنګ ناستو کسانو څخه محتاط اوسي. نوموړی ټینګار کوي هغه کسان چې پر ویروس د اخته کس ترڅنګ، مخکې یا شاته ناست وي د ناروغیدو ډیر احتمال شتون لري.

د لاسونو پریمنځل

روغتیا پوهان تاکید کوي چې پر صابون او اوبو سره لاسونه پریمنځل د هرې ناروغۍ پروړاندې د مخنیوي تر ټولو غوره لاره ده، ځکه چې تاسې نه پوهیږئ په کومو څوکیو او میزونو مو لاسونه لګولي دي، دغه مهال پرمخ لاس وهلو او سترګو مښلو څخه ډډه وکړئ ځکه چې یوازې لاسونه له لس ډوله میکروبونو څخه ډک وي. د ناروغیو کنترول لپاره د امریکایي مرکز په وینا، لاسونه پریمنځل ممکن د تنفسي ناروغیو ګواښ ۱۶سلنه کم کړي.

په میزونو خوراک کول

لکه څرنګه چې په الوتکو او اور ګاډو کې د خوراک لپاره ځانګړي میزونه کارول کیږي، د ډاکټر ټیرنو په وینا، ددې د استعمال څخه ډډه وکړئ، ځکه چې د زیاتې ګڼې ګوڼې او کم وخت له کبله د الوتکې کارمندان نشي کولی دغه میزونه په سم ډول پاک کړي.

په ۲۰۱۵م کال کې د امریکا حکومت یوې شمیرې ویلي وو چې ډیری هوایي شرکتونه د هوایي سفر په جریان کې د ناروغیو د مخنیوي لپاره پلان نه لري.

نو د سفر پرمهال په الوتکو یا اور ګاډو کې د میزونو، تشنابونو او کیناستلو ځای استعمالولو څخه وړاندې باید پاک کړل شي، یا ددې له پاسه کاغذ واچول شي تر څو مو د استعمال توکي له دې سره ونه لګیږي او ویروس در انتقال نه شي.

ایا د الوتکې هوا خوندي ده؟

په الوتکه کې دننه د هوا پاکولو او ددې میکروبونو څخه د پاکۍ په اړه د هوایي ترانسپورت نړیوالې اتحادیې ویلي چې په الوتکه کې د هوا له لارې د انفیکشن خطر د بل هر ځای په پرتله ټيټ دی، ځکه چې په دې کې لوړ ظرفیت لرونکي هوایي فلټرونه کارول کیږي.

یاده اتحادیه زیاتوي، دا فلټرونه په هوا کې ۹۹سلنه میکروبونه نیسي، او دا په ګوته کوي چې په الوتکه کې د هوا رطوبت له ۲۰سلنه ټيټ ساتي.

دغه راز څومره چې ستاسي دفاعي یا د معافیت سیستم ښه وي، هغومره مو پر ناروغۍ د اخته کېدو احتمال کم وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د