درې بنګلدیشي او دوه هندي لوبغاړو ته د لوبې پرمهال په ناسمو حرکتونو سزا ورکړل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام پایلوبې پرمهال د بد اخلاقۍ او ناسمو حرکتونو له کبله درې بنګلدیشي او دوه هندي لوبغاړو ته د کرېکټ نړیوالې شورا له لورې سزا ورکړل شوه.

د بنګلدیش ۱۹ کلنې لوبډلې د هند پر وړاندې له جالبې لوبې وروسته د نړیوال جام اتلولي وګټله، خو لوبغاړو یې د خوشالۍ لمانځلو پرمهال د سیال لوبغاړو پر وړاندې ناسم حرکتونه وکړل چې د کرېکټ نړیوالې شورا سزا ورکړه. دغه راز هندي لوبغاړو هم د لوبې پرمهال ناسم حرکتونه ترسره کړل چې سزا ورکړل شوه.

په دغه لوبغاړو کې د بنګلدیش لخوا توحید هریدوی، شمیم حسین او رقیب الحسن، او د هند لوبډلې لخوا اکاش سینګ او رویي بیشنویي شامل دي، دوی د کرېکټ نړیوالې شورا د کړنلارې له ۳ درجې څخه سرغړونه کړې ده.

بنګلدیشي لوبغاړو کې توحید هریدوی (چې وروستۍ منډې یې وکړې) او شمیم حسین ته ۶-۶، او رقیب الحسن ته ۵ د نیمګړتیاو پواینټونه ورکړل شول، په داسې حال کې چې هندي لوبغاړي اکاش سینګ ته ۸ او بیشنویي ته ۷ نیمګړي پواینټونه ورکړل شول. په دې سره به یاد لوبغاړي د یوې یو ورځنیو یا شل اوریزې نړیوالې لوبې څخه وویستل شي.

د دواړو لوبډلو لوبغاړو له پایلوبې وروسته د ښکنځلو تبادله کړې وه او له یوه بل سره یې لاسونو اچولي وو.

دغو ټولو لوبغاړو د کرېکټ نړیوالې شورا یاده پریکړه او سزا منلې ده.

د بنګلدیش ۱۹ کلنو لوبډلې مشر اکبر علي ویلي چې دوی د ځینو لوبغاړو په ناسمو حرکتونو بښنه غواړي، بل خوا د هند لوبډلې مشر ویلي، که څه هم لمانځنه او جذباتي کېدل د بریا برخه ده خو بد اخلاقي او ناسم حرکتونه کول سپورتي اخلاق نشي کېدای.

باید وویل شي چې د بنګلدیش ۱۹ کلنو لوبډلې په لومړي ورا د نړیوال جام اتلولي وګټله، دوی د هند لوبډلې ۱۷۸ منډې هدف د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د