افغانستان

د ناټو دفاع وزيران د افغانستان په موضوع ناسته کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې، چې د ناټو دفاع وزيران د نورو موضوعاتو سربېره د افغانستان روان امنيتي وضعيت په اړه دوه ورځنۍ ناسته وکړي.

د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې د ناټو له مرکزي دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د ناټو دفاع وزيران به سبا او بله ورځ د سلواغې په ۲۳ او ۲۴ دوه ورځنۍ ناسته ولري.

د ناټو مطبوعاتي دفتر سرچينو ويلي، په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې به د افغانستان سربېره د نړۍ په ګڼو سيمو کې د ناټو ماموريتونو په اړه بحثونه وشي.

په دغه ناسته کې د ناټو چارواکو سربېره د ګډ حکومت د دفاع وزير اسدالله خالد، افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نيکولاس کې، د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ ميلر، د ملګرو ملتونو استازی تداميچي يماموتو او د اروپايي ټولنې استازی رونالډ کوبيا هم ګډون وکړي.

د ناټو چارواکي وايي، په دغه ناسته کې به د افغانستان روانې جګړې د ارزونې سربېره د سولې په موضوع هم خبرې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x