افغانستان

ناټو: د سولې راتګ ته زمینه برابروو، نور په افغانستان کې نه پاتیږو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» وایي، دوی افغانستان ته ددې لپاره نه دي راغلي، چې د تل لپاره دلته پاتې شي.

ینس، چې په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې تر پیل وړاندې  یې يوې خبري ناستې ته خبرې کولې  وویل، موږ د تل لپاره په افغانستان کې نه پاتېږو، بلکې یوازې غواړو د سولې راتګ ته زمینه برابره کړو، موږ هلته یو ځای تللي وو او له ټولو متحدینو سره به یو ځای راوزو.

نوموړي زیاته کړې، چې ناټو سازمان د کابل له دولتي عسکرو ملاتړ کوي او د هغوی د روزنې کار ته دوام ورکوي، ځکه په خبره یې، دوی غواړي له دې لارې د ترورستانو مقابله وکړي او هغوی د جګړې د میدان له ګټلو راوګرځوي.

ینس ددې تر څنګ یاده کړه، چې ناټو سازمان د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو پایلې ته په انتظار دی او غواړي مذاکرات یوې نتیجې ته ورسېږي.

نوموړي ددې تر څنګ له افغان ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړ او په خبره یې، هغوی له ګڼو ستونزو سره، سره پیاوړي شوي.

د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ ناسته، چې په بروکسل کې ترسره کېږي، د سیمې او نړۍ په ګډون د افغانستان په وضعیت هم ورباندې بحث کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

اروپایان بیچاره ګان تر مونږ لا ډیر د امریکا په غلامی او استثمار حتی د امریکا عوام الناس هم د د نظم نیون جهانی په ریسمان کی تړل شوی یعنی ټوله نړی د امریکا، اروپا او نړیوالو سرمایدارانو او سیاست مدارو له خوا یرغمل نیول شوی او استثماروی یی . صرف دومره توپیر چه په اروپا او امریکا دوی پوره تسلط لری یعنی خپل هیوادونه یی بولی مګر داچه زر، زور او تزویر د بیلونری سرمایدارانو سره دی یعنی هم اقتصاد، هم حکومت او هم قانون د دوی په واک او لاس کی دی نو داسی قوانین جوړ کړی او… نور لوستل »

عبدالواحد

وَمَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا كَمَثَلِ الَّذِي يَنْعِقُ بِمَا لَا يَسْمَعُ إِلَّا دُعَاءً وَنِدَاءً ۚ صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ اومثال دهغوچه کافران دی په شان دهغه چادۍ چه آوازکوی هغه شی ته چه نه آوری بلنه اوچیغه،کاڼه دی ګونګیان دی ړانده دی پس هغوی په هیڅ نه ټوهیږی—نوآیا تاسوفکرکوۍ چه دوی دغسی ندی دافغانستان ملت ناری وهی داخلی اوخارجی کفاروته چه موږدالله ددین دپاره جنګیږوترکمه وخته چه په موږکی ساوی جنګیږوبه اوشهیدان کیږوبه اوتاسی دپیسواودنیادپاره مرۍ ،وګورۍ ټرمپ څه وایی دناټومشرڅه وایی خلیلزادددوی سپۍ څه وایی آیادوی اوری عقل لری دوی بس پردی ټیګ ولاړدی چه زموږ دکفارحکومت سره خبری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x