افغانستان

سیګار: د افغانستان د بیارغونې په ماموریت کې تر دوه زره زیات کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بیارغونې لپاره پر امریکایي مرستو د څار اداره «سیګار» وایي، د افغانستان بیارغونې ستره انساني بیه غوښتې او تر پنځه زره زیات کسان ددې ماموریت په مهال مړه او ټپیان شوي.

د سیګار له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د افغانستان د بیارغونې په پروژو کې له ۲۰۰۲ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې  ۲۲۱۴ تنه وژل شوي او ۲۲۹۱ تنه نور ټپیان دي.

راپور زیاتوي، چې وژل شوي کسان په غیر نظامي ځایونو کې وژل شوي او له ډلې یې زیاته برخه افغانان دي؛ خو ۲۴۸ امریکایان  او ۱۲۴ د ناټو د غړو هیوادونو اوسېدونکي هم پکې شامل دي.

د راپور په بنسټ، په یاده شوې شمېره  کې یوازې هغه کسان شامل دي، چې د وسله والو په بریدونو کې یې ژوند له لاسه ورکړی.

د سیګار مشر جنرال «سوپکو» ټينګار کړی، چې دې ادارې د افغانستان د بیارغونې او مالي ثبات لپاره هڅې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x