ورزش

هند لوبډله ۲۳ کاله ورورسته د پنځوس اوریزو لوبو په سیریز کې وایټ واش شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د هندوستان کرېکټ ملي لوبډله له ۱۹۹۷م کال وروسته په لومړي وار په پنځوس اوریزو لوبو سیریز کې وایټ واش شوه او د سیریز دریواړه لوبې یې وبایللې.

د نیوزیلاند پر وړاندې هند لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو سیریز کې په ۳-۰ ماتې وخوړه او ۲۳ کاله وروسته په یادو سیالیو کې وایټ واش شوه.

اوسمهال د نیوزیلاند او هند لوبډلو ترمنځ په نیوزیلاند کې نړیوالې سیالۍ روانې دي، ددوی ترمنځ د ۵ شل اوریزو سیریز هند په ۵-۰ خو د یو ورځنیو سیریز نیوزیلاند په ۳-۰ په خپل نوم کړ.

Image

د یادو درې سیالیو پرمهال د هند لوبډلې تکړه توپ اچونکي جاسپریټ بومرا په هیڅ کومه ویکټه اخیستلو بریالی نه شو، دا د نوموړي لپاره لومړی وار دی چې په یو ورځنیو سیریز کې له ویکټې محرومه شي.

دغه راز ویرات کوهلي هم د یادو درې سیالیو پرمهال یوازې ۷۵ منډې جوړې کړې.

هند لوبډله له دې وړاندې په ۱۹۹۷م کال کې د سریلانکا پر وړاندې، په ۱۹۸۹م کال کې د ویسټ انډيز پر وړاندې، او په ۱۹۸۳م کال کې هم د ویسټ انډيز پر وړاندې په یو ورځنیو لوبو کې وایټ واش شوې وه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close