افغانستان

اشرف غني: پمپیو د سولې په پروسه کې د مهم پرمختګ خبر راکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ورته د طالبانو سره د سولې په پروسه کې د مهم پرمختګ خبر ورکړی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه د پمپیو له خولې لیکې چې طالبانو د جګړې د شدت په را کمولو کې وړاندیز ورته کړی دی چې په وینا یې ښه پرمختګ دی.

د یادونې وړ ده، دوه ورځې وړاندي د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپل ټویټر د خلیلزاد، ملا برادر اخند او قطر بهرنیو چارو وزیر د ملاقات خبر ورکړی وو او ویلي وه چې په دغه ناسته کې د مذاکراتو پر نتایجو او بعدي قدمونو په اړه خبرې شوي وې.

نن ټکی اسیا ته د سیاسي دفتر سرچینو ویلي وه چې طالبانو امریکا ته شاوخوا لس ورځې مخکې په رسمي ناستو کې خپل موقف او د تاوتریخوالي د کموالي په اړه وروستي پیشنهادونه ورکړي وه او تر درو ورځو مذاکراتو وروسته بالاخیره د امریکایانو سره یوې نتیجې ته رسیدلي وه خو خلیلزاد د ټرمپ د موافقې اخیستلو ته انتظار وو.

د کتونکو په باور د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له لوري ولسمشر اشرف غني ته تلیفون کول او د پرمختګ خبر ورکول پر دې دلالت کوي چې امریکا د طالبانو دریځ منلی او موافقتنامې لاسلیک ته اماده شوې ده.

که څه هم تر اوسه د امریکا او طالبانو تر منځ د موافقتنامې مسوده نه ده نشر شوې، خو د امریکا له لوري د مذاکراتي ټیم مشر زلمی خلیلزاد او طالبانو په مکرر ډول ویلي چې د یادې توافقنامې پر اساس به امریکايي عسکر په یوه معینه موده کې له افغانستان څخه وځي، د افغانستان خاوره به د امریکا او متحدینو پر خلاف نه کاریږي، بین الافغاني مذاکرات به پیلیږي او په پایله کې به یې بشپړ اوربند را منځته کیږي.

طالبانو په خپل وار مکرر ویلي چې د یادې توافقنامې تر لاسلیک وروسته به ژر تر ژره ددوی ۵ زره بندیان خوشي کیږي او تر هغه وروسته به بین الافغاني مذاکرات کیږي.
طالبانو د خپلو بندیانو لستونه لمخکې لا امریکایانو ته سپارلي دي، په دغه موده کې به طالبان هم زر تنه عسکر خوشي کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Adam Khan
میلمه
Adam Khan

HAHA, The tweet from Besharaf Ghani shows like he is in control of the country, not the US. And it looks like the US is a hired agent working for him to bring peace

WASHARMIGI DA BABRAK KARGHAL WAROORA BABRAK KARGHAL BA HAM STA PA SHAN BE MANTIQAH KHABARI KAWALI

تبصره

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د دې بې حيا او بې وعدې لوپرانو او د قرن د اوباشانو دا هغه وخت منئ چي عملاً يې څه تر سره کړه .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

بس د سولی په اړه یواځی پمپو دی چه ع او غ ### سره یی په اړه اړیکی نیسی بل څوک نشته دا سمه ده چه د بارنی چارو وزیر دی مګر په څنګ کی یی دیر نور کسان لکه ترمپ د ترمپ معاون د امنیتی چارو سلاکار او داسی نور هم شته چه د دی غلامانو سره به یی اړیکی لرلی او د ریس سره خو باید ریس خبری وکړی .
مګر غلام غنی د ## په شان بادار ته باګرام ته ورځغلی او بیا یی د عسکرو په قطار کی دروی

Back to top button
Close
Close