
مایک پمپیو -عبدالله عبدالله ته: تمه ده په مذاکراتو کې شوی پرمختګ د توافقنامې لاسلیک ته زمینه برابره کړي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ سلواغه ۱۳۹۸): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» د ګډ حکومت له اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» سره تلیفوني خبرې کړې او د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو اړوند یې د پرمختګ خبر ورکړی.
له اجرائيه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې مایک پمپیو د سولې پروسې د ملاتړ له امله له اجرائيه رییس مننه وکړه او د طالبانو او امریکا تر منځ د تشدد کموالي په بحث کې یې د پرمختګ خبر ورکړ.»
خبرپاڼه وړاندې لیکي، په دې خبرو کې مایک پمپيو هیله وښوده، چې دا پرمختګ به د سولې د توافق لاسلیک، بین الافغاني مذاکراتو او یوې دایمي سولې ته لاره هواره کړي.
د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې عبدالله عبدالله سوله د افغانانو لومړیتوب بللي او د تشدد د کموالي له موضوع یې هرکلی کړی.
ددې تر څنګ عبدالله عبدالله له بین الافغاني مذاکراتو خپل ملاتړ څرګند کړی او په طالبانو یې غږ کړی، چې د سولې له دې فرصت څخه ګټه واخلي.
یاده دې وي، چې د عبدالله عبدالله تر څنګ پامپیو له اشرف غني سره هم غږېدلی او د نوموړي له قوله، پامپيو ورته په مذاکراتو کې د ښه پرمختګ خبر ورکړی.
د ع او غ په ګډون د غل اداری هر لوړپوړی غړی د اشغال دوام غواړدد اشغال په دوام کی د دآلرو بهیر جریان او د دوی ګټی خوندی دی که اشغال ختمیږی د دالرو بهیز سرچشمی هم بندیږی د دوی ځانوژنه ده . عبدالله وایی چه سوله د دوی لومړیتوب دی دروغ وایی، نه یواځی دا چه سوله یی لومړیتوب نه دی بلکه تر اخری کچی به د سولی په مقابل کی مقاومت وکړی چه سوله سبوتاژ کړی، مګر د لوڼدانو د زړه ساتنه هم نظر کی نیسی لمړی ورته وایی چه تاسی څه کړی دی هغه مو سم… نور لوستل »