افغانستان

سي اېن اېن: ښايي د یوې اوونۍ دننه د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه لاسلیک شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ سلواغه ۱۳۹۸): د امریکا تلویزوني شبکې «سي اېن اېن» د دوو دفاعي امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې ښایي د یوې اوونۍ دننه  د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د سي اېن اېن له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په قطر کې طالب او امریکايي استازي د «تشدد کموالي» په موضوع یوې پرېکړې ته رسېدلې، چې له مخې به یې د طالبانو او ناټو اتحادي ځواکونو تر منځ اوربند رامنځته او په نږدې راتلونکې د سولې د توافقنامې لاسلیک ته زمینه برابره شي.

د سرچینې په حواله، له دې سره به د امریکا د ولسمشر هغه هیله پوره شي، چې خپل پوځیان کورونو ته راګرځوي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو و زیر «مایک پمپیو» د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره تلیفوني خبرې کړې او هغوی ته یې د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی.

اشرف غني په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي، چې مايک پمپیو ورته په مذاکراتو کې د ښه پرمختګ خبر ورکړ.

ددې تر څنګ اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» هم وایي، مایک پمپيو  په قطر کې د طالبانو او امریکا په روانو مذاکراتو کې  د تشدد د کموالي په موضوع د پرمختګ خبر ورکړی او هیله یې ښودلې، چې دا ګام به د سولې د توافقنامې لاسلیک او د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته زمینه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

حیرانوونکی او خنده اوره !!!!! دواړه ### یو شان خبره کوی چه پمپو راته داسی او هغسی وویل لکه د یوه میړه دوه میرمنی چه خپلو کی ورته (( بنی )) وایی هره یوه هڅه لری چه ځان میړه ته تر بلی زیات او یا لږ تر لږه مساوی اړیکی ثابتی کړی. فکر کوم یوه ته هم پمپو تلیفون نه دی کړی د هوا له حالاتو لکه نور خلک چه څه واوری دوی هم اوریدلی د ځان د لوړولو د پاره هغه عامه اوریدل پمپو ته منصوبوی چه میړه می راته تلیفون کی د نیاز او راز خبره وکړه، کله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x