
دوحه کې نن د طالب او امریکایي استازو تر منځ «پرېکنده» خبرې پيلېږي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ سلواغه ۱۳۹۸): که څه هم د طالبانو او امریکا تر منځ په روانو مذاکراتو کابو یو کال تېرېږي؛ خو وروستۍ نښې نښایې ښيي، چې دواړه لوري په مذاکراتو کې یوه قاطع پړاو ته نږې شوي او د تر منځ یې د توافق د لاسلیک شونتیا تر بل هر وخت زیاته شوې.
د نن ټکی اسیا د معلوماتو په اساس، نن ورځ په دوحه کې له غرمې وروسته طالب او امریکايي لوري د پرېکنده خبرو په موخه د مذاکراتو مېز ته راټولېږي او غواړي له امریکایي لوري څخه د ولسمشر ټرمپ قاطع جواب واوري.
د معلوماتو له مخې، تر دې وروسته به طالب او امریکایي استازي د توافقنامې دلاسلیک په مراسمو او تر هغه وروسته په اخستل کېدونکو ګامونو باندې غږېږي.
سبا غرمه د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو بل پړاو پیلیږي، او داسي ښکاري چې خلیلزاد به د ټرمپ جواب طالبانو ته ابلاغوي او د نهايي شوې مسودې د لاسلیک پر مراسمو او د هغه وروسته اجراءاتو بحث کیږي.#afghanpeaceprocess
— nunn.asia (@nunnasia) February 11, 2020
په ورته وخت کې د ګډ حکومت دواړه مشران وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مايک پمپيو» ورسره ټلیفوني خبرې کړې او دوی ته یې په روانو مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی.
دا په داسې حال کې، چې د امریکا تلویزوني شبکه «سي اېن اېن» د امریکا د دوو دفاعي چارواکو له قوله کاږي، ښایي د یوې اوونۍ دننه د طالبانو او امریکا تر منځ توافق لاسلیک شي او د دواړو لورو تر منځ اوربند رامنځته شي.
امریکا سوله نه غواری، یو وار رامخکی شی یو وار وروسته شی،کله یوه بهانه کله بله بهانه.
شکر الحمدالله هم سنگر هم میز مزاکره نفر سته اودواره به پر مخ زی او یو بل باندی به ناسم اغیزه نکوی او اولین شرط به ده وطن دین خاوری ازادی وی
زما وړاندیز هم طالب مجاهدینو او مشرانو ته دا وو چه اشغالګرو سره پریکنه خبری وکړی چه سوله غواړ که جنګ ؟ که سوله غواړی خبری نهایی شوی لاسلیک کول یی پاتی دی هر څه په میز پراته دی هغه او دغه پکی مه جوړوی د قاچاقو قراردیانو ته دمعطلی له امله کله یوه او کله خبره بهانه کوی. که په دوه دری ورځو کی مو نهای شوی توافقات لاسلیک نه کړل یا نو د جنګ وار دی زمونږ سره الله ج ملګری دی رحمان بابا وایی [[ که الله درسره مل نه وی رحمانه که لښکری درسره وی یک… نور لوستل »
الله د وکړی چی سبب د یوی واقعی سولی شی، داسی سوله چی پکی کار او ترقی د وطن د ټولو په سر کی وی. داسی سوله چی نړی وښدل شی چی افغان توان لری چی خپل وطن آزاد، مترقی او پرمختللی ساتلی شی، داسی سوله چی نړی وښیی چی اسلام د سولی، ورورګلوی او پیشرفت و ترقی دین دی نه د وحشت او ترور.