افغانستان

د جرمني ځانګړی استازی: د طالبانو او امریکا تر منځ شوی پرمختګ باید په خطر کې ونه غورځول شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ سلواغه ۱۳۹۸): د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی «مارکس پوتزل» وايي، له ډېرو ستونزو او سخت بحث وروسته د طالبانو او امریکا تر منځ په خبرو کې پرمختګ شوی او باید دا پرمختګ په خطر کې ونه غورځول شي.

پوتزل په خپل ټویټر لیکلي « له دوحې، کابل او واشنګټن څخه د سولې وروستي خبرونه هیله بښونکي دي، د جګړې هیڅ لوری باید د طالبانو او امریکا تر منځ په ډېره سختي رامنځته شوی پرمختګ په خطر کې ونه غورځوي او ټول باید معناداره بین الافغاني مذاکراتو ته خپله لیوالیتا وښيي.»

د پوتزل په قول، جرمني تیار دی په دې برخه کې تسهیلات برابر کړي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» د ګډ حکومت له دواړه مشرانو سره په بېلو، بېلو تلیفوني خبرو کې له طالبانو سره د مذاکراتو په برخه کې د تشدد د کموالي په موضوع د پرمختګ خبر ورکړ.

ورپسې امریکایي رسنۍ «سي اېن اېن» د دوو امریکایي چارواکو له قوله ولیکل، چې ښایي د یوې اوونۍ دننه د دواړو لورو تر منځ د سولې توافقنامه لاسلیک شي.

نن ټکی اسیا ته رسېدلي معلومات ښيي، چې نن ورځ له غرمې وروسته په دوحه کې طالب او امریکایي مرکچي پلاوي د «پرېکنده» خبرو په نیت د مذاکراتو مېز ته راټولېږي او غواړي له خلیلزاد څخه د توافقنامې د لاسلیک په برخه کې د ډونالډ ټرمپ قاطع دریځ واوري.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

۱۰۰خبری دهوښیاردبعقل۰(ټرمپ) یو(چیک) دۍ،ترڅوچه دنیایاناټوداحقیقت تسلیم نکی چه داشرفغنی حکومت یوجنایی اوافغان دښمنه خودپرسته ټولنه ده حکومت ندۍ بلکه دافغان ملت سرسخته دښمن اوجنایت کاران دی باید دده اودکرزی جنایت کاره په نامه حکومتونه چه ددنیارالیږل سوی کومکونه یی مظلوموافغانانوته ندی رسولی بلکه دامریکا دوخت دظالموحکومتوسره یی ترپردولاندی تقسیم کړی اوتقسیموی یی ترهغوبه نه صلح رانسی اونه به جنګ له منځه ولاړسی،داهسی دپریب اوخطایستو نکی ناستی دی چه امریکایی خپل ملت اوددنیاوخلکوته ښیی وګورۍ هغه افغانی عسکرچه اسلام یی پرایښۍ دۍ دټرمپ اوغنی دحکومت دپاره په مرچوکی دلوږی مری دوی یی غم نخوری نوبه دکلودمظلومانواومجبوروڅه غم وخوری.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

جميل
میلمه
جميل

که تاسی د امريکی نيمچه غلامان او ستاسو او د امريکی سوچه او پوره افغان غلامان او يا ستاسو ټولو ظالمه ، لوچکه او بيحيا باداره امريکا د سولی سوی پرمختګ په خطر کی وانچوی بل څوک به دا کار ونکړی .

Back to top button
Close
Close