نړۍ

نيويارک ټايمز: ټرمپ له طالبانو سره د سولې تړون ته «مشروط» تياری ښودلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ سلواغه ۱۳۹۸): نیویارک ټایمز ورځپاڼې ليکلي، د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره په مشروط ډول د سولې تړون لاسليک ته چمتووالی ښودلی دی.

د نيويارک ټايمز په وينا امريکا غواړي د افغانستان اتلس کلنه جګړه له سوله ييزې لارې پای ته ورسوي او خپل عسکر له افغاستانه وباسي.

ورځپاڼه د افغان او امریکایي چارواکو له قوله لیکي « د سولې هوکړه هغه مهال لاسليکېدای شي، چې طالبان په همدې میاشت کې په ازمایښتي ډول د يوې اونې لپاره د جګړې شدت په یقیني ډول را کم کړي.»

ورځپاڼه زیاتوي « که دا کار وشي، د طالبانو او امریکا تر منځ به هوکړه لاسلیک شي او بهرني عسکر به له افغانستانه په وتلو پیل وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم تېره ورځ د ګډ حکومت مشر اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د جلا جلا ټيليفوني خبرو پر مهال د سولې پروسه کې د پاموړ پرمختګ خبر ورکړی دی.

تر دې وړاندې سي ان ان امريکايي تلويزون هم ويلي و، امريکا او طالبان د سولې تړون لاسليک ته نږدې شوي او ښايي د روانې اونۍ په ترڅ کې د سولې تړون لاسليک او بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسليکېدو وروسته به له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل پيل شي، د طالبانو پنځه زره بنديان به خوشې شي او بین الافغاني خبرې به پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

افغانستان کی ارامه ارامی وه، جنګ له اشغالګرو سره په مونږ تحمیل شو. حق ورکول کیږی نه اخستل کیږی مونږ د حو میلونو په قربانیو اشغلګر تیشتی ته اړ او په ګونډو کړل هر ابرقدرت چه مات شی بیا د ګیدړانو په شان د خپل شرم پټولو د پاره د جوړجاړی بغاری وهی . همدا اوس هم د طالبانو بریدونه د کنترول لاندی ډیر کم ملکی تلفات او خسارات لری یعنی یواځی په هغوی ځایو برید کوی چه اشغلګر او یا د هغوی غلامان پکی قرار لری مګر اشغلګر له بیدفاع افغانانو غج اخستنه کوی له اتیا سلنه زیات ملکی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x