ورزش

کریم صادق: که سندرغاړی شهسوار بیرته تبلیغي شي میاشتنۍ «۲۰۰۰۰» کالدارې ورکوم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د خیبر پښتونخوا د صوابۍ سیمې پخواني پښتون سندرغاړي شهسوار خان له لنډې مودې تبلیغ وروسته یو وار بیا د سندرو شعبې ته د تلو پریکړه کړې ده.

سهسوار په داسې حال کې له سندرو څخه د دیني تبلیغ لاره غوره کړې وه چې هغه مهال په ځینو ناوړه کارونو مشهور شوی و او په ټولنیزو رسنیو کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوی و.

تیره ورځ په خواله رسنیو کې سندرغاړي شهسوار په خپره کړې ویدیو کې وایي چې «د دین کار باید لومړی وټاکو او د دنیا کار دوهم».

نوموړي پر خلکو نیوکه کوي چې د تبلیغ پرمهال یې هیچا پوښتنه ونه کړه چې اقتصادي وضعیت یې څنګه دی او څه حال پرې تیریږي، دی وایي، «شهسوار یو هنرمن دی خو د دوه اولادونو پلار هم دی چې د پالنې لپاره یې اوسنۍ چارې هم د خپل توان له مخې پر مخ وړي».

شهسوار وایي چې د دین تبلیغ سره به د سندرو کار هم پرمخ وړي، خو دا به ډيره ستونزمنه وي چې د پښتنو په ټولنه کې دې یو کس پر یوه وخت هم د دین تبلیغ کوي او هم سندرې وایي.

بل لوري د افغانستان ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم صادق ژمنه کړې که چیرې شهسوار له سندرو لاس واخلي او یو وار بیا د تبلیغ لار غوره کړي نوموړي ته به میاشتنۍ ۲۰زره کالدارې ورکوي.

دغه خبره د افغانستان کرېکټ بورډ د رسنیو مدیر ابراهیم مومند پر خپله ټویټر پاڼه کړې ده.

 

کریم صادق په افغانستان کې خیریه بنسټ لري چې وخت ناوخته د بې وزلو یتیمانو او کونډو سره مرسته کوي.

د سندرغاړي شهسوار سندرو ته بیرته راتګ پر ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر غبرګونونه راپارولي دي.

شهسوار لسګونه پښتو سندري ویلي او دغه راز په پښتو سینمایي فلمونو کې هم لوبېدلی دی.

د شهسوار نه وړاندې ګڼ شمېر سندرغاړي او فلمي لوبغاړو د دین تبلیغ له امله له سندرو لاس اخیستی، لکه سندرغاړي شاز خان، شهنشاه باچا او نور د فلمونو لوبغاړي له دغه شعبې وتلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

محترم کریم صادق صاحب! که ته د میاشتی شل زره کلداری د شلو اړو او غریبو کسانو سره مرسته وکړې نو ثواب به ئې بې حده ډېر وی. امّا شهسوار صاحب! هم دی د خپلی خولې خوند بد کړ او هم د نورو د خولې خوند. شریکه! نن سبا ( البته پرون هم ) هر څوک ځانته خپله نړۍ جوړوی او آبادوی، د نړۍ د جوړېدو په بهیر کی د بل چا څخه توقع او انتظار او د اجر غوښتنه د ریاکار او ناکام او ماتی منونکی انسان خصلت دی. آیا ته د تبلیغ نړۍ ته د خپل ذوق او… نور لوستل »

مولوی احمد

دادریوندی جماعت یو گمراہ او بددینہ فرقہ دہ چہ داھلسنت او جماعت دعقائدو خلاف عقیدہ لری ،پہ معنی د کلمہ طیبہ کی تحریف کوی او وایی دخدای دکیدو او دمخلوق دنکیدو عقیدہ وساتی اوداسراسرغلط دی خہ شو چہ دا ڈم ددی فرقی نہ بیل شوی او خدای وکی چہ علاقہ اومحبت ھم پریژدی ورسرہ،

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close