افغانستان

حکومت: د طالب زندانیانو په اړه مو په اغېزناکو اقداماتو کار روان کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ سلواغه ۱۳۹۸): په داسې حال کې، چې په قطر کې دطالب او امریکایي استازو تر منځ د سولې د توافقنامې د لاسلیک د را نږدې کېدو خبرونه ورکول کېږي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت پرته له دې چې د اخستل کېدونو ګامونو څرنګوالی یاد کړي وایي،  د طالب زندانیانو د چارو په اړه یې په اړینو اقداماتو لاس پورې کړی.

دغه څرګندونې د سولې په چارو کې د دولت وزیر «سلام رحیمي» د امریکا د سفارت له مرستیالې «کرن دیکر» او ددې سفارت د سولې د برخې له مسئول «ډنټ پراډيسو» سره په لیدنه کې کړې، نوموړي ویلي « د طالب زندانیانو اړوندې چارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت واک دی او په دې برخه کې حکومت پر اړینو او اغېزناکو اقدماتو کار روان کړی.»

رحیمي ددې تر څنګ ادعا کړې، چې له سیاسیونو سره یې ناستې ګټورې وې او پر مهال یې دا ورته څرګنده شوې، چې هغوی په ډېرو مسایلو کې له حکومت سره همغږي دي.

یاده دې وي، که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ د کېدونکې احتمالي توافقنامې جزئیات لا نه دي څرګند شوي؛ خو تر دې وړاندې د یو شمېر سرچینو مالوماتو ښودله، که د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې توافقنامه لاسلیک شي، په لومړي ګام کې به پنځه زره طالب زندانیان له بنده خلاصېږي.

حکومت داسې مهال د طالب زندانیانو د چارو په اړه د اړینو اقداماتو د پيل خبر ورکوي، چې نن ورځ په دوحه کې د طالب او امریکايي استازو تر منځ «پرېکنده» خبرې پیلېږي او تمه ده «زلمی خلیلزاد» د توافقنامې د لاسلیک په اړه د ټرمپ پرېکړه واوروي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
A saeed
میلمه
A saeed

مونږ افغانان ده سولې خلګ او سوله غواړو ، خو ده شرېر امرېکېانو په خبره باور !!!
؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
؟؟؟؟؟؟؟؟ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د بادارانو مخکی د غلامانو حیثیت لکه وچه خزلی دی خزلی هیڅ حیثیت او اهمیت نه لری افغانانو د پاره خو مجرمین دی مګر د پاداارانو د پاره هم د خزلو په کچه اهمیت هم نه لری هیلر د همدی تاکید کړی چه مونږ ته هغه ډیر کم ارزښته وو چه زمونږ د څو ډالرو او یا کوم پوست تر لاسه کولو د پاره یی زمونږ سره د خپلو خلک، خاوری او خپلواکی پلورلو سودا کړی وه

محمدصادیق
میلمه
محمدصادیق

عجیبه خبره ده ترننه پوری دزندانیانو خوشی کول ددوی په قانون کی هڅ ځای نه درلودی نن چی امرکاسولی ته غاړه کږه کړه اوغواړی واوځی اوس غلامان وای موږ دزندانیانو دخوشی کولو لپاره داسی اوداسی کوو په دی هرڅوک پوهیږی چی داکار دبادرانو یوزجری امردی چی تاسی به بندیان خوشی کوی په دی کارکی ستاسی هڅ اهمیت نسته نه به هم افغانان په دی کارستاسی څخه راضی سی ځکه که تاسی وغواړی که ونه غواړی چی بادران مو دسولی تړون لاس لیک کړی خپله باداران مو زندانیا خوشی کوی

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

الحمد لله وضع مخ پر بدلېدو ده. د اسلام او وطن لپاره د مظلومو بنديانو خوشي کېدل د ډېري ستري خوشالۍ ځای دی.

Back to top button
Close
Close