ورزش

نړيواله درجه بندي؛ محمد نبي لومړی، مجيب درېیم او راشد شپږم نمبر شو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې وتلى لوبغاړى محمد نبي د کرېکت نړيوالې شورا (ICC) په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا خپره شوې د تازه درجه بندۍ له مخې محمد نبي په آل راونډر لوبغاړو کې بين سټوکس وروسته کړ او لومړى مقام يې خپل کړ خو راشد خان له پنځم څخه شپږم مقام ته ښکته شو.

پر دې سربېره مجيب الرحمن په توپ اچوونکو کې په درېیم نمبر شو. په دغه ليست کې د نيوزيلاند چټک توپ اچونکی ټرينټ بولټ له هندي لوبغاړي جاسبريټ بومرا څخه لومړى مقام ونیوه.

بومرا د نيوزيلاند پر وړاندې په درې يو ورځنيو سياليو کې ۳۰ اورونه وکړل خو په هیڅ کومه ويکټه اخيستلو بريالی نه شو، چې له کبله يې لومړی مقام له لاسه ورکړ.

په توپوهونکو کې د افغانستان هېڅ يو لوبغاړى په لومړنيو لسو لوبغاړو کې نشته دى. ددغه ليست په سر کې د هند لوبډلمشر ويرات کوهلي لومړی او بابر اعظم دريم مقام ته پورته شوی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close