افغانستان

ارګ: د امريکا او طالبانو هوکړه به د روانې جګړې د پای ته رسېدو لامل شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ سلواغه ۱۳۹۸): ولسمشرۍ ماڼۍ «ارګ» د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو ته خوشبيني ښودلې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امريکا او طالبانو د هوکړې له مخې د جګړې تشدد کمول به اوربند او تلپاتې سولې ته زمينه برابره کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند لطيف محمود ويلي، افغان حکومت هم د روانو جګړو او قتلونو د پای ته رسېدو غوښتونکی دی.

ښاغلي محمود له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي، د سولې دا تړون د روانې جګړې او وينې توېدو د پای ته رسېدو په معنا دی او دې سره به بين الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.

د ارګ مرستيال وياند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره شپه د ګډ حکومت مشر اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ويلي و، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ورته د سولې پروسه کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

اشرف غني تر دې وړاندې د جګړې تشدد له کمولو سره مخالفت ښودلی و او د سولې له تړون مخکې يې د بشپړ اوربند غوښتنه کوله، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير سره له خبرو وروسته د ارګ دريځ کې هم بدلون راغلی دی.

عبدالله عبدالله بیا د اشرف غني د دريځ پر خلاف د جګړې تشدد کمولو هرکلی کړی و او د سولې له تړون مخکې يې د اوربند په اړه د اشرف غني وړانديز رد کړی و.

د حکومت سربېره ګڼ شمېر سياستوال هم د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې پرمختګ ته هيله من دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفير عمر زاخېلوال، د ملي محاذ ګوند مشر سيد اسحاق ګيلاني او يو شمېر نورو سياستوالو ويلي، امريکا او طالبان د سولې تړون ته نږدې شوي دي او په لنډ وخت کې به دا تړون لاسليک شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د پورته لیکنی په اړه زما ارزونی : لمړی: د کابل غلامه اداره د هیڅ ویلو او کولو حق نه لری، د هغه ۵۰ لونډانو فاحشی حیثیت لری چه د هغوی په اوږو کابل ته له بهره کابل ته راوستل شوی. دوهم: د [[ امریکا او طالبانو طالبانو ]] ترمنځ عنوان دی په (( امریکا او افغانانو )) ترمنځ خبرو باندی بدل شی. دا ځکه چه طالبان یو ګروپ د مدرسو شاګردان او استادان وو هغوی زمونږ د افغانانو په ښه او عملی بڼه کی رهبری وکړه جهاد کی ټولو رشتونو افغانانو ونډه لرله. دریم: د ارګ او سپیدار فاحشو… نور لوستل »

کابل نشين

زبان حال اشرفک:
نفس نامسلمانم از گنه پشیمان شد راهبی به راه آمد کافری مسلمان شد

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x