افغانستان

اجرائيه ریاست: د سیاسي اجماع د نشتون له امله د بین الافغاني مذاکراتو پلاوی لا هم نه دی ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ سلواغه ۱۳۹۸): په داسې حال کې، چې طالب او امریکایي مذاکراتي ټیمونه د سولې د توافقنامې لاسلیک ته نږدې ښکاري، د ګډ حکومت اجرائيه ریاست وایي، د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو لپاره لا هم د سیاسي اجماع د نشتون له امله مرکچي پلاوی نه دی تشکیل شوی.

د اجرائيه ریاست ویاند «مجیب رحیمي» طلوع نیوز ته ویلي « که څه هم د مذاکراتو له پرمختګ سره یو ځای د افغانانو د خپلمنځي خبرو بحث مطرح کېږي؛ خو متاسفانه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجزاوو تر منځ د سیاسي اجماع د نشتون له امله لا هم د بین الافغاني مذاکراتو پلاوی نه دی ټاکل شوی.»

د بین الافغاني مذاکراتو د ټيم د نه جوړېدو خبرونه داسې مهال ورکول کېږي، چې د ګډ حکومت بیلابېلې برخې په دې تړاو مختلف نظرونه ورکوي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د بین الافغاني مذاکراتو ټیم شپږ میاشتې وړاندې لا جوړ شوی؛ خو لا وخت نه دی ددې ټیم نومونه افشاء شي.

بل لور ته افغان سیاسیون بیا وایي، ارګ د مرکچي پلاوي د تشکیل په برخه کې له هيڅ جهت سره مشوره نه ده کړې او غواړي د سولې پروسه انحصار کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

څنګه چي خبره دغسي ده ، نو ښه داده چي ګوډ حکومت خپل استازي، نور په اصطلاح سياسيون خپل استازي، عام خلک خپل استازي او طالبان خپل استازي د سولي په اړه سياسي مذاکراتو ته وټاکي. البته هره ډله دي خپل استازي لږ او په مناسبه توګه معرفي کړي.
زه حاضر يم چي د خپلو پتمنو او زورېدلو خلکو د محضاً لله خدمت لپاره په خپل لګښت د دوی له استازو څخه د يوه تن په صفت استازيتوب وکړم.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x