شعـــــرونه

د ازادۍ مجنون؛ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

لکه مجنون ګرځم نړۍ لټوم
ورکه لما ده ازادۍ لټوم

د تن جامې مې رقیب وشلولې
څیرې ګرېوان ته مې تڼۍ لټوم

چې په ټپو د جنګ میدان ګرم کړي
ځم په میوند کې ملالۍ لټوم

اُفق مو تورې تاریکۍ نیولی
په ترږمیو کې سپوږمۍ لټوم

د انقلاب له جنګه ستړی نۀ یم
زخمي زړګي ته مې پټۍ لټوم

د ښار ماڼۍ مې ځکه نۀ خوښېږي
کوچی د مینې یم کېږدۍ لټوم

د خپلواکۍ ورځې نېږدې ښکارېږي
اوس (عرفاني) ته ښه پګړۍ لټوم

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close