نړۍ

حافظ سعيد په دوو قضيو کې په يوولس کاله بند محکوم شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ سلواغه ۱۳۹۸): پاکستان کې د جماعت الدعوه ګوند مشر حافظ سعيد په دوو قضيو کې په يوولس کاله بند او ۳۰ زره کلدارو جريمې محکوم شو.

د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کې د ترهګرۍ ضد محکمې په لاهور او ګجرانواله کې د حافظ سعيد پر خلاف د دوو جلا جلا قضيو د ثبت له امله په پنځه نيم پنځه نيم کاله بند او پنځلس پنځلس زره کلدارې جريمې سزا واوروله.

په دواړو قضيو کې پر حافظ سعيد تور و، چې د ترهګرو لپاره يې مالي بسپنې ټولې کړي دي او محکمې هم په يادو تورونو کې نوموړی مجرم بللی دی.

د حافظ سعيد مدافع وکيل عمران ګِل رسنيو ته ويلي، د جماعت الدعوه مشر او ورسره يې يو بل نږدې ملګری ملک ظفر اقبال د ترهګرو د مالي مرستې او بسپنې د راټولو په تور په دوو قضيو کې په يوولس کاله بند محکوم شو.

محکمې امنيتي ادارو ته ويلي، تر امر ثاني پورې دې حافظ سعيد په بند کې وساتل شي.

قانون پوهان وايي، د پاکستان د قانون له مخې به حافظ سعيد پنځه نيم کاله په زندان کې تېروي؛ ځکه چې نوموړی په دواړو جرمونو په يوه وخت کې محکوم شوی دی.

حافظ سعيد د جماعت الدعوه او لشکر طيبه سربېره د ټولنيزو او ښوونيزو خدمتونو ادارو فلاح انسانيت، الانفال بنسټ او معاذ بن جبل بنسټ مشري کوي.

امريکا او ملګرو ملتونو پر حافظ سعيد او د هغه تر مشرۍ لاندې ټولنو باندې بنديزونه لګولي دي.

په تېر ۲۰۱۹ کال کې هم د پنجاب ترهګرۍ ضد محکمې حافظ سعيد د ناقانونه ډلو لپاره د بسپنې ټولو په جرم محکوم کړی و، خو هغه مهال نوموړي دا تورونه رد کړي وو او ټينګار يې کړی و، چې د ده پر خلاف کوم ثبوت نه شته او حکومت د نړيوال فشار په پایله کې دی نیولی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

هر څومره جی د آی اس آی غلامی وکړی بالاخره به د هغوی له لاسه یا وژل کیږې او یا به په زندان کی اچول کیږې. ملا سمیع الحق څنګه په وینو کی لت پت کړل، د ملا فضل الرحمن نوبت به هم راځی که خدای کول.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close