د قلم ارزښت…!

شرافت ویاړ

قلم د علم دانش او اسلامي تهذیب د ارتقاء ذریعه ده،او یوه الهي ډالۍ ده چې پر خپلو بندګانو یې لورولې ده.

قلم د اسلامي تاریخ په اوږدو کې اوږد تاریخ لري،او د قلم ارزښت یوازې له دې معلومولای شو چې الله ج وایي:

(ن_والقلم ومایسطرون) سورةالقلم آیت

ژباړه:په قلم قسم او په هغه څه چې(قلم یې لیکي)

له حضرت عباده بن صامت (رض) نه روایت دی چې نبي کریم (صل الله علیه وسلم) وویل:

الله ج تر ټول لومړی قلم پیدا کړ،او هغه ته یې حکم وکړ چې ولیکه…. (ترمذي)

قلم په ټولنه کې د یوې ډالۍ حیثیت لري،او قلم یوازې دا نه چې د لیکوال او شاعر لپاره ډالۍ ده،بلکې د الله ج د هر بنده لپاره رالېږل شوې ډالۍ ده.

د قلم د حرمت او تقدس حق یوازې هغه وخت اداکېدایشي،چې کله ریښتیني حقائق ورباندې وسپړل شي.او په هره برخه کې یې خپل مسؤلیت ته پر مخ پرېږدې.

قلم که پر کار واچول شي،د یوه غافل او ویده قوم د را بیدارولو او راپورته کولو لپاره یوه غوره وسیله ده.

قلم د بشریت لارښود دی،نه باید چې ناوړه خبرې،سپکې سپورې،ښکنځلې، بهتان،د فساد اوفسق کیسې او په شاعرانه اړخ کې له جامعې او اسلامي مقدساتو او علماؤ سره په ټکر کې شعرونه ورباندې ولیکل شي.

قلم خام فکرونه لوېدلي عقلونه او له خپله مسیره کاږه شوي کسان کولای شي،خپلې ترک کړې لارې ته ستانه کړي.

ځکه خو عرب وایي (القلم سفیر العقل)

ژباړه: قلم د عقل نماینده او سفیر دی.

کوم څه چې موږ لیکو قلم یې له ځان سره خوندي کوي،او تر راروانو نسلونو یې رسوي.

د تېرو پېړیو ،نسلونو انبیاؤ صحابؤ علماؤ او امامانو اقوال او ارشادات یې تر موږ را رسولي،همدا راز زموږ لیکل شوي توکي تر راروانو نسلونو رسوي.

پکار ده موږ د تر راروانو نسلونو د داسې فکر رسېدګي وکړو ،چې د اسلام دین مذهب او دیني مقدساتو او اسلامي عنعناتو د ساتنې سبب شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د