نړۍ

شمالي وزیرستان: دناټو هلیکوپټرو پاکستاني ځواکونه په نښه کړه

nato_helecopters_target(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۷)میرام شاه: نن سهار وختي په شمالي وزیرستان کي دناټو ځواکونو اړونده دوي فوځي هلیکوپټري ترپوله راواوښتي او دپاکستاني عسکرو یوه پوسته یی په نښه کړه چي نتیجه کي یی دوه پاکستاني عسکر ژوبل کړی دي، دپاکستاني ځارګري اداري مربوط یوه چارواکي دنوم نه اخیستلو په صورت کي رسنیو ته ویلی چي برید نن سهار وختي دشمالی وزیرستان داتا خیل په سیمه کي دعسکرو یوه پوسته په نښه کړی ده.

یوه بل چارواکي بیا خبري رسنیوته ویلي دي چي ډیرو پاکستاني هلیکوپټرو  دپیښي دځای په لور الوتني کړي دي خوهدف یی څرګند نه دي

په کابل کي دنآټو ځواکونو قومندان رسنیوته ویلي دي چي دپښي په اړه ورته مالومات رسیدلي دي، خو دپیښي په اړه یی له نوره تفصیله څخه ډډه وکړه.

له بله لوري پاکستاني فوځي چارواکو هم تراوسه پوري دپیښي په اړه څه نه دي ویلي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x