ورک ارمان ته نور رسيږو/ حکمت

عبدالرؤف حکمت

د سهار په تمه تمه

له خوندونو نه بې غمه

ورک له کلي ورک له چمه

دادی بېرته را ستنيږو

ورک ارمان ته نور رسيږو

 

مونږ له پيله څخه کم وو

سره ورک ظلم ستم وو

د ورانۍ په تور متهم وو

دادی بيرته را ټولېږو

ورک ارمان ته نور رسيږو

 

زمونږ په سر معامله وه

ډالري نشه خوره وه

ټوله خاوره سره لمبه وه

اوس په هر چا منل کيږو

ورک ارمان ته نور رسيږو

 

يا وژل يا مو نيول وو

يا له خاورې ورکېدل وو

زمونږ دښمن پردي او خپل وو

هسکه غاړه اوس ګرځيړو

ورک ارمان ته نور رسيږو

 

ها په بم باندې غاور مو

شول په لومو کې را ګير مو

کړل پښېمانه او زهير مو

لکه تندر پرې وريړو

ورک ارمان ته نور رسيږو

 

سپين بيرغ لاس کې، روان يو

لاروي د سپين کاروان يو

له قرآن څخه قربان يو

په کابل باندې دريږو

ورک ارمان ته نور رسيږو

 

د توحيد توغ راسره دی

د صليب بيرغ چپه دی

زور د خدای دی، زمونږ نه دی

د الله له دين ځاريږو

ورک ارمان ته نور رسيږو

 

نور غليم تيښتي ته اړ دی

نور ناکام دی مخ په ځوړ دی

د ذلت په رنځ ککړ دی

د بري منار ته خيږو

ورک ارمان ته نور رسيږو

 

څو ګامونه په شمار پاته

ځئ پر مخ مه ګورئ شاته

نور رسيږو سپين سبا ته

ورو په ورو ور نږدې کيږو

ورک ارمان ته نور  رسيږو

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

الله تعالی دی د دنيا او د آخرت ارمانونه درپوره کړه ای د ايمان او د غيرت هسک مناره .