افغانستان

جرمني او ناروې د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب ته لېوالیتا ښودلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ سلواغه ۱۳۹۸): په داسې حال کې، چې طالب او امریکایي مذاکراتي ټیمونه په قطر کې د توافقنامې لاسلیک ته نږدې شوي ښکاري او داسې تمې شته، چې ښايي ددې توافق د لاسلیک په تعقیب د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي؛ د ناروي او جرمني هیوادونو ددې مذاکراتو کوربتوب ته لېوالتیا ښودلې.

دغه څرګندونې د ناټو عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د ناستې له پیل سره هم مهاله وکړې، نوموړي وویل «ناروې او المان بین الافغاني مذاکراتو ته د زمینې برابرولو وړانډیز کړی، که چېرې موږ پرمختګ ووینو او وکولای شو د افغانانو تر منځ خبرې په لاره واچوو، نو په هغه حالت کې د ناټو دغه غړو هیوادونو د تسهیلاتو برابرولو وعده کړې.»

نوموړي ددې ترڅنګ د تشدد د کموالي هرکلی کړی؛ خو ورسره یې ګواښ کړی، چې غواړي د کابل دولتي عسکر پياوړي کړي، څو طالبان و انګېري هغوی د جګړې له لارې بریالي کېدای نشي.

یاده دې وي، جرمني او ناروې هیوادونه داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب ته خپله لېوالتیا ښيي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ پرېکنده خبره روانې دي او دواړه لوري تر توافق وړاندې او وروسته ګامونو باندې خبرې کوي.

د نن ټکی اسیا د مالوماتو له مخې، د تېرې ورځې خبرو د شپې تر ناوخته دوام کړی او سبا ورځ هم شاید روانې وي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» هم د تېرې ورځې په خبرو کې ګډون درلود؛ خو د ناستې تر پای ته رسېدو وروسته یې جرمني ته مخه کړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما په اند ناروی او جرمنی دواړه د ناتو هیوادو غړی هیوادونه دی بل هر چیری چه وی د ناتو هیوادو کی باید ترسره نه شی زما په نظر لمړی په قطر کی ترسره شی که کوم عوارض وی ماسکو یاچین کی باید ترسره شی له دی دری ځایو غیره بل هیواد کی د مسلمانانو په خیره نه ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close