
د پاکستاني طالبانو مهم قوماندان په کونړ کې وژل شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ سلواغه ۱۳۹۸): د پاکستاني طالبانو «ټي ټي پي» مهم قوماندان «شهریار مسید» د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په کونړ ولایت کې د یوې چاودنې په پایله کې وژل شوی.
د رسنیو د راپورونو په اساس، د شهریار مسید موټر تېره ورځ د کونړ ولایت په مروره ولسوالۍ کې خښ شوي ماین ته برابر شوی او نوموړي پکې ځای په ځای وژل شوی.
تر دې دمه نه کومې ډلې د پېښې مسئولیت منلی او نه هم دا څرګنده ده، چې په چاودنه کې له شهریار مسید ها خوا بل چا ته مرګ ژوبله اوښتې یا نه.
یاده دې وي، چې شهریار مسید د پاکستاني طالبانو دریم مهم قوماندان دی، چې په روانه میاشت کې د افغانستان دننه وژل کېږي، تر ده وړاندې د پاکستاني طالبانو دوه مهم مشران د کابل تر ټولو امن هوټل «انټرکانټينینټل» ته څېرمه وژل شوي وو.
الله د شهادت قبول کړی. د ### د جواز ورکونکو پر ضد یی جهاد کاوو.