د بشري حقونو کمېسیون: په امنیتي سکټور کې شته ښځې د امنیتي ځواکونو او قوماندانانو له لوري په جنسي ډول ځورول کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ سلواغه ۱۳۹۸):  د کابل حکومت د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون وایي، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست په لیکو کې له شته ښځو سره تر مرکو وروسته ورته څرګنده شوې، چې هلته شته ګڼ شمېر مېرمنې د قوماندانانو او یا هم امنیتي ځواکونو له لوري په جنسي ډول ځورول کېږي.

د بشري حقوقو له کمېسیون څخه په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې دې څېړنې دوه کاله دوام کړی او له دې سره چې ښځې مرکې ته نه حاضرې بیا هم پکې د یادو شویو دریو امنیتي ارګانونو له منځه له ۲۲۷۲ ښځینه غړو سره مرکې شوې او پوښتنې ترې مطرح شوې.

راپور زیاتوي، د امنیتي بنسټونو په لیکو کې د ښځو روانه جنسي ځورونه ټکان ورکوونکې ده او شمېرې ښيي، چې ښايي په سلو کې اووه مېرمنې له جنسي ځور سره مخ شوې وي.

د راپور په بنسټ، اصلي شمېرې ښايي تر دې هم حیرانوونکې وي؛ خو ځکه نه څرګندېږي، چې ښځې عموما مرکو ته نه حاضرېږي.

یاده دې وي، چې د کابل حکومت په امنیتي بنسټونو کې د شته ښځو د جنسي ځورونې راپورونه لومړني نه دي، تر دې وړاندې هم ورته راپورونه خپاره شوي؛ خو نه حکومت او نه هم د ښځو ملاتړو بنسټونو یې په اړه غږ پورته کړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د اشغالګرو خو دغه فحشا ستراتیژیکه غوشتنه یا هدف دی چه افغانی میرمنی بی حجابه او له دینه لیری باسی چه په ټوله کی افغانی ټولنه له اسلامیت لیری باسی. غلامه اداری د همدی هدف د پاره جوړه شوی چه څه ورته قومانده ورکول کیږی هغه ترسره کړی یعنی د غلامی اداری لوړپوړی چارواکی خو یی له اوله همداسی کسان تاکلی چه یا له اوله خبیثان او ملحدان دی او لا یی تری ژمنی اخستی چه داسی او داسی به کوی. د همدی د پاره یی د غلامی تړون په لاسلیک کولو کی یی دا ماده هم ورباندی ومنله چه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د حقوق بشر، ملګرو ملتو ، د ښځو حقوق او داسی نور هغه او دغه نهادونه د امریکا په لاس جوړ شوی نهادونه دی امریکا معاشونه ورکوی او مشران یی امریکایان ټاکی هغه وایی او هغه کوی چه ورته د ویلو او کولو دستور ورکول شوی وی. کشکی مونږ د بلواک په ځای خپلواک او اسلامی حکومت درلود ، حکومت د مور او پلار حیثیت لری کوم کور چه مور او پلار نه وی او یا یی مور او پلار نااهله وی د هغه کورنی ماشومان ښه روزنه نه ترلاسه کوی وحشی وده کوی هر څه چه یی وکړل هغه… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

دا په نامه افغانو ښځو ته که ترفيع او پيسی ورکړل سی بيا شکايت نکوی پدی چی د همدی فحشا لپاره يی همدا دنده خوښه کړيده ، د ټولی نړی په مختلط امنيتی او عسکری ارګانو کی همدا فحشا روانه ده ، د بشری حقونو کميسيون يوازی هغه قضيی څيړی او بربنډوی چی فحشا په زوره سوی وی او د فاحشی رضايت نوی اخيستل سوی . هغه زلخوږی وحشی عسکر او پوليسس چی د خرو څخه هم مخ نه اړوی او فحشا ورسره کوی نو دا بيا چيری پريږدی ، بل داچی که په ډيموکراسی کی کومه ښځه لدی ناوړه… نور لوستل »