دغه «۹ کاریالونه» مو سمدستي له خپل مبایله حذف کړئ!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ سلواغه ۱۳۹۸): د ټرینډ مایکرو لخوا په وروستي راپور کې د اندراید کاروونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې په مبایل کې د ځینو داسې کاریالونو له ساتلو ډډه وکړي چې د خطرناکو ویروسونو لامل کیږي او ستاسې مبایل او معلوماتو ته زیان رسولی شي.

په اندراید چلونکي سیستم کې له هوواې څخه تر سامسنګ پورې هغه مبایلونه دي چې په نړۍ کې زیات استعمالیږي، که چیرې تاسې داسې مبایل استعمالوئ چې د اندراید چلونکی سیستم ولري، نو له دغو کاریالونو د استعمال څخه ډډه وکړئ.

د ټرینډ مایکرو وروستي راپور څرګنده کړې چې په ګوګل پلی سټور کې ۹ داسې زیان رسونکي کاریالونو شتون درلود کوم چې ستاسې د مبایل ریموټ او د ترتیب خدماتو ته په اسانۍ سره لاس رسی موندلی شي، دغه کاریالونه کولی شي ویروس، د درغلۍ اعلانونه او له ۳زرو زیات ویروسونه مو مبایل ته ښکته کړي.

د څیړونکو په وینا، د اندیښنې وړ خبره دا ده چې دغه کاریالونه تر دې مهاله ۴ لکه او ۷زره واره ښکته شوي هم دي.

په راپور کې زیاته شوې ده چې د یوه اټکل له مخې د یادو کاریالونو په وسیله ستاسې په مبایل کې ۳۰۰۰ بېلا بېل ویروسونه ښکته کیږي چې ستاسې د مبایل سیستم په اسانۍ سره په خپل کنترول کې اخلي او له کبله یې نښې هم ستاسې په مبایل کې نه څرګندیږي.

په داسې حال کې چې د سایبر مجرمین کولی شي دا وسایل ددې زیان رسونکو کاریالونو په اړه د ناسمې رایې ورکولو ا و د درغلۍ څخه ډکو اعلانونو (چې تاسې پرې کلیک کوئ او خپل معلومات داخلوئ) د تخنیک په استعمال سره ستاسې معلوماتو په یوه نه یوه لاره زیان رسوي.

که څه هم خوشبختانه اوسمهال ګوګل یاد ۹ کاریالونه له خپل پلی سټور څخه لرې کړي دي خو کاروونکو ته په کار دي که چیرې غواړي خپل مبایل او معلومات خوندي وساتي له هر ډوله نامعلوم اپلیکیشن ښکته کولو وړاندې دې ددې بشپړ پلټنه وکړي.

هغه ۹ کاریالونه په لاندې ډول دي:

Shoot Clean

Super Clean Lite

Super Clean

Quick Games

Rocket Cleaner

Rocket Cleaner Lite

Speed Clean

LinkWorldVPN

H5 Gamebox

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د