افغانستان

اشرف غني په امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه المان ته ولاړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل):  د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د جرمني مونیخ ښار ته ولاړ.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې غني به د مونیخ په ۵۶ امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي او تر څنګ به یې د یو شمېر هیوادونو له استازو ا وچارواکو سره د افغانستان د سولې، امنیت او اړونده مسایلو په اړه وغږېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» هم له طالبانو سره د پرېکنده خبرو په پړاو کې، تر یوه ورځنیو مذاکراتو وروسته المان ته روان شوی او تمه ده هلته د افغان سولې په تړاو لیدنې ولري.

غني داسې مهال په المان کې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه لیده کاته کوي، چې په قطر کې طالب او امریکایي استازي د توافقنامې لاسلیک ته تر بل هر وخت نږدې شوي ښکاري او  تمه ده په نږدې راتلونکې کې د دواړو لورو تر منځ د توافقنامې لاسلیک ته زمینه برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا خدای وهلی دواړه (ع غ) تير کال هم په جلا جلا الوتکو کی مونيخ ته تللی وه چی د جرمن له خوا هيڅوک پزيرايی ته نه وه وروتلی ، دواړه شرميدلی د سفارت په موټر کی تر خپلو ځايو ورسول سوه ، چی دا واری به يی څه حال وی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x