نړۍ

ترکي حاجیان په صفا – مروه کې: ځان او روح مو تر تا فدا، اې اقصی! / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ترکیې یو شمیر حاجیانو په اجتماعي توګه د عمرې پر مهال د صفا او مروه تر منځ په سعیه کې په یوه غږ د ذکر تر څنګ د مسجد اقصی او فلسطین په اړه چیغه پورته کړې: «ځان او روح مو تر تا فداء – اې اقصی!».

که څه هم په ټولنیزو پاڼو کې د ترکي حاجیانو له لوري دغه عمل ستایل سوی دی خو د سعودي په سطحه حکومت پلوه فعالانو بیا د ترکي حاجیانو له لوري د اقصی په ملاتړ چیغه پورته کول غندلي دي او دا یې د حرمین شریفینو څخه د سیاست په برخه کې ګټه اخیستنه بللې ده.

په ټویټر کې دعربي نړۍ یوه مشهور فعال ترکي الشلهوب لیکلي: د سعودي حکومت پلوه فعالانو په صفا او مروه کې د ترکانو چیغه غندلې چې د اقصی لپاره یې پورته کړې، او دا یې د حرمینو شریفینو څخه سیاسي ګټه اخیستنه بللې، خو په همدې حرمینو شریفینو کې بیا د ابن سلمان دجرمونو او تیروتنو څخه دفاع کیږي او د حرمینو د منبر څخه د سعودي حکومت سیاست تبلیغ کیږي.

نوموړی لیکي:

بلخوا د ترکي پوهنتون «AGD universty» له لوري ویل سوي چې دغه کسان د ترکي پوهنتونونو مشران دي له مکې څخه یې فلسطین ته د خپل ملاتړ پيغام رسولی.

ځینو نورو بیا اندېښنه ښودلې چې د سعودي حکومت ترکي حاجیان بندیان نه کړي.

خو د سعودي حکومت ملاتړو بیا ترکیه ملامته کړې چې ترکانو سره دومره د اقصی غم دی نو ولي يې حکومت تر اوسه د اسرائیل سره خپلې اړیکې نه دي شلولي :

باید وویل سي چې د ټرمپ له لوري قدس شریف ته د امریکا د سفارت انتقال او په دې وروستیو کې یې د «پیړۍ معاملې» په نامه د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د ځمکې ویش او دواړو دولتونو د رسمي کولو طرحه وړاندي کړه چې د فلسطینیانو او مسلمانانو له لوري په پراخه توګه رد سوه خو لا هم د اسلامي نړۍ څخه په دولتي او لوړه کچه غبرګونونه پڅ او کمزوري دي. حتی د سعودي په شمول ځیني خلیجي او عربي هیوادونو باندي تور لګیږي چې هغوی د ټرمپ په طرحه کې پوره ونډه لرلې ده او دغه طرحه په اقتصادي او تخنیکي برخه کې اکمالوي.

د پیړۍ معاملې څه ده، په دې اړه د نن ټکی اسیا لاندي لیکنه هم ولولئ:

د فلسطین لپاره د ټرمپ عجیبه طرحه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close