شعـــــرونه

غزل؛ نويد عمرخېل

نويد عمرخېل

هو زړه مې نه چوي زه سخت زړی يمه
ژوند هـم کــوم خو لــکه مــــړی يــــمه

لـــــه خپـــل قســـمته شکايت نــه کوم
خــــو لـــه روزګــــاره بـــلا ستـــړی يمه

زه د دنــيا پــه تـــله ځــــان نــه تــــلــم
زه د يــــو چــــا د زړه ښـــــاغلــی يمــه

د زمـــــانــــې جبر تــه ګير پاتــې يــم
د ژوند تـــــوپــان ورتـــه راوړی يـــمــه

راشـــه مـــرګونی غـــوندې حال لــرمه
د مـــحبت تـــبــې نــــيولـــــی يـــمــه

د بخــــت سيــــلاب او تنهايي نويــده!
که يار رانــــــغلو اوبــــــو وړی يــــمه

په درنښت

نويد عمرخېل

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close