افغانستان

ناټو: د بین الافغاني مذاکراتو ټیم باید «همه شموله» وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازی «نیکولاس کي» وایي، که څه هم شونې نه ده، څلور دېرش میلیونه افغانان د مذاکراتو مېز ته کېنول شي؛ خو هڅه باید وشي، چې یو همه شموله پلاوی ترکیب شي.
نیکولاس کي، چې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د ناستې له پیل سره هم مهاله یې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل « زما باور دادی، چې افغانان به ملي اړتیاوې تر شخصو ګټې اړینې وبولې او د سولې په پروسه کې به یې مطرح کړي، زه یقني یم چې ټول افغانان او مشران سوله غواړي.»
د کي په قول، ګڼ شمېر هیوادونو له بین الافغاني مذاکراتو سره د مرستې په برخه کې لېوالتیا ښودلې او نړیواله ټولنه هم غواړي د افغانانو خپلمنځي خبرو ته تسهیلات برابر کړي.
ناټو داسې مهال، بین الافغاني مذاکراتو ته د یوه همه شموله پلاوي په تشکیل ټینګار کوي، چې ګډ حکومت لا هم نه دی توانېدلی په دې برخه کوټلي ګامونه پورته کړي، که څه هم د ارګ تر نفوذ لاندې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، پلاوی یې شپږ میاشتې له مخه ټاکلی؛ خو د حکومت بله برخه «اجرائيه ریاست» بیا وایي، د سیاسي اجماع د نشتون له امله لا هم مرکچي پلاوی نه دی ټاکل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

الله ج انس او جن د شو او بدو په انتخاب کی مختار ګرځولی . مګر په همدوی انس او جن کی یی شیطانان هم خلق کړی ( ابلیس ) د جنیاتو تر ټولو لمړی او لوی خبیث شیطان وو او په انسانانو کی تر ټولو وروستی لوی خبیث شیطان ( دجال ) دی. دغه دواړه ډلو په فطرت کی یی حرص او اطمنان اخښلی هر څوک چه د حرص کچه یی له اطمنان پورته شی هغه کافر او شیطان تری جوړیږی نو ټول انسی او جنی کفار شیاطین دی. بیا په شیاطینو کی هم لوی او کوچنی شیاطین وی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x