افغانستان

خوست: ډرون بريد کې ۵ ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په ملکي وګړو د امريکايي ځواکونو د چاپو او هوايي بريدونو په دوام دا ځل بيا په خوست ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي.

راپورونه وايي چې تيره ورځ مازيګر د خوست ولايت نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند زيني خيلو سيمه کې په هغو کسانو ډرون بريد شوی چې غره ته د لرګيو اخيستو لپاره تللي وو او بیرته سمې ته راکوزېدو په حال کې وو.

د سيمې اوسېدونکو نن ټکي اسيا ته د وژل کسانو نومونه
سیف الله، شفیق الله، متشکي، شاه پور او یعقوب ياد کړي دي او ويلي يې دي چې وژل شوي کسان د لرګيو سوداګر وو چې غره ته د لرګيو د سودا لپاره ختلي وو.

بايد وويل شي چې امريکايي ځواکونو تر دې وړاندې هم ګڼ شمير ملکي وګړي په سمو او غرونو کې په نښه کړي دي.

تير کال په ميدان وردګ ولايت کې هم اووه تنه کليوال چې غره ته لرګيو لپاره تللي وو په هوايي بريد کې وژل شوي وو.

تر اوسه د خوست ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي‌‌.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

دا وحشی یرغلګر اوددوی غلامان خو دجنګ تشدد کمول اواوربند غواړی خودوی هره ورځ پر بی ګناه او ملکی خلکو بمباری کوی دا ظالم او جابر یرغلګر اوددوی کثیف غلامان نور په دې پاکه خاوره اخری سلګۍ وهی دختم شپی اوورځی یی رانږدی دی

پتنګ

د اشغالګرو متکبر منطق ته ګورۍ ! !! ! !! ! !! ! ! په طالبانو تشدد کموي خو په خپله دوی افغانان وژني ! !زه ددې فاسدینو عمل او خبرو ته حیران یم !!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close