افغانستان

دامریکا دفاع وزیر: له طالبانو سره  د تشدد په اووه ورځني کموالي غږېدلي یو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امریکا دفاع وزیر «مارک ایسپر» وایي، امریکايي لوري له طالبانو سره یې د تشدد د اووه ورځني کموالي په اړه خبرې کړې او له ناټو سره په دې تړاو مشورې کوي.

ایسپر دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د ناستې په مهال وکړې، نوموړي وویل « امریکا او طالبانو د تشدد د اووه ورځني کموالي په اړه خبرې کړې، ما نن همدلته له متحدینو سره په دې تړاو سلا مشورې وکړې او په دې برخه کې مو دوه اړخیزه ناسته هم درلوده.»

په ورته وخت کې د ګډ حکومت د دفاع وزارت سرپرست «اسدالله خالد» چې د ناټو د دفاع وزیرانو په نننۍ ناسته کې ګډون درلود، ادعا کړې، چې امریکا او متحدینو یې له افغان ځواکونو په خپل ملاتړ ټینګار کړی.

امریکا داسې مهال له طالبانو سره د تشدد د کمولو په اړه د خبرو کولو خبر ورکوي، چې افغان سیاستوال او یو شمېر چارواکي وایي، د طالبانو له لوري د جګړې د شدت کموالی یو ښه پرېکړه ده.

اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» نن ورځ د صبغت الله مجددي د لومړي تلین په مناسبت رابلل شوې ناستې ته په خبرو کې ویلي، د طالبانو له لوري د جګړې د شدت کموالی کولای شي، اوربند او د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهاری

«اسدالله خالد چې د ناټو د دفاع وزیرانو په نننۍ ناسته کې ګډون درلود، ادعا کړې، چې امریکا او متحدینو یې له افغان ځواکونو په خپل ملاتړ ټینګار کړی».

ښه يې ويلي دي چا چي دبره ورکړې وي لاس ځني مينځه !
دې مفعول د ګران هيواد په دغسي حساسو شېبو کي هم له خپلي …. ګرۍ لاس وانه خيست او دغسي ښکرور درواغ يې ويلي دي. خير دی د ده دغه موزيګي توب به د افغانانو هېر نه سي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close