دوستم: که ټاکنو کمېسیون اشرف غني بریالی اعلان کړي؛ موازي حکومت جوړوم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» لومړي مرستیال «عبدالرشید دوستم» ګواښ کړی، که د ټاکنو کمېسیون اشرف غني بریالی اعلان کړي، دی به په شمال کې موازي حکومت جوړ کړي.

دوستم دغه څرګندونې د جوزجان په مرکز «شبرغان» کې د امیر علي شیرنوایي د پنځه سوه اویایم تلین په مناسبت جوړې شوې ناستې ته کړې، نوموړي ویلي، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم تر ټولو ډېرې رایې وړې، که د ټاکنو کمېسیون تقلب وکړي او دولت ساز ټیم بریالی اعلان کړي، په شمال کې د عبدالله عبدالله په رهبري موازي حکومت جوړوم.

نوموړي په غونډه کې ناست د جوزجان والي ته اشاره وکړه او ویې ویل، که حکومت جوړ شو ته اختیار لري، له هر لوري سره چې درېږي.

دوستم ددې تر څنګ د هیواد د سیاسي وضعیت په اړه هم نظر ورکړی او د طالبانو له لوري د جګړې د تشدد د کموالي له خبرونو یې هرکلی کړی.

دوستم داسې مهال د موازي حکومت د جوړولو ګواښ کوي، چې په ټاکنو باندې څو میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم پایله ګونګه او نامالومه ده او بېلابېل ټاکنیز ټیمونه د خپلو بریاوو ادعاء کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
د دشت لیلی د شهیدانو حساب مو درسره پاتی دی،او ته موازی حکومت جوړوی؟
اول به د دشت لیلی د شهیدانو حساب کتاب کیږی،حکومت ،ریاست،وزارت روسته خبری دی،

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

دوستمه! هسی پښی کاږه. چی په دا اخر وخت کی د ایشچی غچ در څخه واخستل نسی.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

که د دوستم دا خبره رشتیا سی ( پایلی د غنی په ګټه اعلان او دوستم د عبدولا په مشرۍ موازی حکومت رامنځته کړی) نو داسی ګومان ( ګومان نه بلکه یقین ) به پیدا سی چی ددې خیرنو لوبو تر شا د لویو قدرتونو لاس حتماً ښکیل دی او د هیواد د تجزئې د جدّی هڅو ښکارندوی به وی.
د جوبایډن څرګندونی ددې پلیدو هڅو یوه مقدماتی او زمینه جوړوونکی څرګندونی دی.