شعـــــرونه

سوله؛ عبدالباري جهاني

عبدالباري جهاني

وايي سوله به راځي ملک به ودان سي
سره خپل به د عمرونو دښمنان سي

فرشتې زرغونوي سوځلي کلي
د جنګونو د شیطان قصر به وران سي

را ستنیږي به د وینو سېل وهلي
چي په سیند کي پورته ږغ د جاله وان سي

محرابونه به موخپل جومات به خپل وي
پکښی پورته به د خپل بلال آذان سي

بیا به راسي په سېلونو بلبلکي
د لنډیو ږغ به پورته د باغوان سي

شور به ګډ په شالمار سي د زلمیو
ارغنداو به غاړي غاړي را روان سي

ږغ به وچ سي په کوګل کي د زاغانو
زهره چاودي به لستوڼي کي ماران سي

دا وطن به خپل مالک ته تسلمیږي
شرمنده به د پردیو مزدوران سي

چي یو ږغ کړي د وطن په نامه پورته
زما دي وینه تر هغه زلمي قربان سي

پر یوه بیرغ به ټول سي اولسونه
چي راضي راڅخه روح د خوشحال خان سي

په اتڼ به سي ور ګډ د څڼورو
جهاني به له لکړي سره ځوان سي

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۰ کال د فبروري یوولسمه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close