هغه نظام چې له ښځو يې شهواني آله جوړه کړې!

شهاب لیوال

هغه نظام چې بنسټ او داعیه یې د ښځو له حقوقه په دفاع کې ایښودل شوی«women right » او تیر اتلس کاله را په دیخوا یې په همدې نامه کمپاین او سوء استفاده کړې نړۍ او افغان ولس یې په تشو شعارونو تیر ایستلی.

یاد نظام خپل منشور دښځو د خوندیتابه ،عدالت او هم پالنې او نورو ورته نومونو باندې معرفي کړی وه، اودنړیوالو په سترګو کې یې خاورې شیندلي، او دافغانانو په عزتونو یې تیرۍ کړی او دافغانۍ پیغلو له سر یې د عزت ، عفت او حیا پړونی لرې کړی.

دنړیوالو یوه اساسي او کمپاني نیوکه ؛ چې دطالبانو په نظام یې درلوده ! هغه له ښځو سره تاوتریخوالی ،بدچلند او د هغوی په تعلیمي او ټولنیز ژوند باندې نه پاملرنه وه خو نن همدغه د بشر د حقوقو مدافعین او دهغوی لاسپوڅي دښځو سره هغه ناوړه چلند خپل کړی چې ، په غربي نړۍ کې هم تکرار شوې نه ده .

زمونږ پیغلې ملالې وې زمونږ پیغلې دمیوند فاتحې وې ،خو نن زمونږ له پیغلو یې دشهوت آلې یا رباط جوړ کړي نن یې د ملالۍ له خور دغلامو عسکرو د شهوت د سوړوالي نانځکه جوړه کړې .

ښځه الله تعالی دکور ،اولاد او دجامعې دتربیې لپاره د نارینه دژوند دسمبالښت او آرمتیا لپاره تخلیق کړې .

که په ټولنه کې ښځې په اسلامي اخلاقو بلدې وې نو د هغه ټولنې بنسټونه به سالم او مطمئنه وي.

ښځه دکار ،تجارت او کاربارو وسیله نه ده ، ښځه مور ښځه ده ژوند مینه ده او ښځه خور ده خو بدبختانه نن غرب او د غرپ په کاسه لوی شوي سکیولرانو له ښځې رباط جوړ کړی.

د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون وایي، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست په لیکو کې له شته ښځو سره تر مرکو وروسته ورته څرګنده شوې، چې هلته شته ګڼ شمېر مېرمنې د قوماندانانو او یا هم امنیتي ځواکونو له لوري په جنسي تیری پرې کېږي.

د امنیتي بنسټونو په لیکو کې د ښځو روانه جنسي ځورونه ټکان ورکوونکې ده.

ولسه!
تاسو ګرم یې که نن په دې اړه غلي کیناست او له خپل عزتونو مو دفاع ونکړه ،که مو نن د ملي وحشت حکومت په ورته اعمالو نیوکې ونکړې ، که نن مو خپل پیغلې له کثیفو اداراتو بهر نکړې ،که نن مو د یاد نظام وحشت اوغیر انساني شهواني کړنې ونه غندلې ؛په دې سر خلاص کړی چې ستاسو غیرت ستاسو هغه میړنۍ صفت او شجاعت دتل لپاره مړ ده

شریعت او اسلامي نظام دښځو د تعلیم او کار مخالفه نه دي خو له هرڅه مخکې ښځو ته خوندي چاپریال برابرول غواړي او ښځو ته هغه حقوق او عزت قایله دي،چې دښځو عزت او انساني کرامت تر پښو لاندې نشي ،ښځه هغه نه ده چې نن غرب او دیموکراتان ورته دیدلور لري ، او هغه کسان چې شریعت او الهي قانون دښځو د حقوق په هکله تورنوي آیا دوي ښځو ته انساني ارزښت قایله دي !

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د