بګرام کې یو امریکايي عسکر مړ شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په تر ټولو لویه پوځي اډه «بګرام» کې یو امریکایي  عسکر ژوند له لاسه ورکړی.

فاکس نیوز، د امریکا د دفاع وزارت له قوله لیکي، چې «۴۱» کلن برانډن د کابل په شمال کې د بګرام په هوایي اډه کې د تېرې چهارشنبې په ورځ مړ شوی.

د راپور په بنسټ، برانډن په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د پوځ لیکو ته داخل شوی وو او د الوتکو د ترمیم د یوه انجینر په حیث یې دنده پیل کړې وه.

د سرچینې په خبره، پېښه تر څېړنې لاندې ده؛ خو لا هم څرګنده نه ده، چې برانډن د کومې ناروغۍ او که کوم بل لامل له امله مړ شوی.

د امریکا دفاع وزارت د برانډن له کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي ښودلې او د خپل هر سرتېري مرګ یې ستره ضایعه بللې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د