ټرمپ: له طالبانو سره د سولې ښه تړون ته نږدې شوي يوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، له طالبانو سره د سولې او له افغانستانه د خپلو عسکرو د ايستلو لپاره يوه ښه تړون ته نږدې شوي دي.

د ټرمپ په وينا دی هيله من دی، چې د روانې مياشتې تر پایه له طالبانو سره د سولې يو ښه تړون لاسليک شي.

تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم ويلي و، له طالبانو سره د سولې خبرو کې يې مهم پرمختګونه کړي دي.

د امريکا د دفاع وزير مارک ايسپر هم ويلي، له طالبانو سره يې د يوې اونۍ لپاره د جګړې تشدد په کمولو خبرې کړي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو کې پرمختګ او جګړې تشدد کمولو په اړه د امريکايي چارواکو څرګندونې په دې معنا دي، چې دواړه لوري د تاوتريخوالي په کمولو سلا شوي دي.

د رپوټونو له مخې که امريکا او طالبان د روانې مياشتې تر پايه د سولې هوکړې ته ورسيږي، امريکا به له افغانستانه د خپلو ديارلس زرو عسکرو د ايستلو لړۍ پيل کړي او بین الافغاني خبرې به پيل شي.

طالبانو تر اوسه د جګړې تشدد کمولو او له امريکا سره د سولې تړون په اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د