
پومپيو: د سولې تړون ته لا هم وخت شته او ډېر ژر به هر څه روښانه شي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، له طالبانو سره د اوو ورځو لپاره د جګړې تشدد کمولو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي او دا يې يو ښه پرمختګ بللی دی.
ماپومپيو جرمني ته د روانېدو پر مهال په الوتکه کې خبريالانو ته ويلي، لا هم د سولې تړون ته وخت شته، خو ډېر ژر به هر څه روښانه او افغانستان د تلپاتې سولې څښتن شي.
د بهرنيو چارو وزير سربېره د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او نور لوړپوړي چارواکي هم له طالبانو سره د سولې خبرو ته خوشبين دي او هيله لري، چې د روانې مياشتې تر پایه به د سولې تړون لاسليک شي.
ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو کې پرمختګ ته خوشبيني ښودلې او وايي، کېدای شي د روانې فبرورۍ تر پایه له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک او له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو لړۍ پيل شي.
د امريکا د دفاع وزير مارک ايسپر، د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين او نورو چارواکو هم ويلي، له طالبانو سره د سولې ښه تړون ته نږدې شوي دي.
طالبانو تر اوسه د سولې په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه څه نه دي ويلي.
زه ګمان نکوم دا ټول چل دی ! !!