شعـــــرونه

سوله به رب راولي / جابر کندهاری

جابر کندهاری

سوله به رب راولي وطن به مو ودان سي

اېل به راته هغه د عمرونو دښمنان سي

ډول ته د پردو چې دوه لسیزې نڅیدلي دي

ګډ به مو محفل لره اوس هغه جهانیان سي

څنګ کې به یې اوسي چې یاغي وو د محراب ممبر

صف ته به راوړاندې د بلال په خوږ به آذان سي

سېل کې د بللو به بیا بال کوي نغمو سره

چا چې تور کارغان ګڼلو نېک به یې ګمان سي

شور د شالمار کې تماشې د سپین پټکیو

غاړه د ارغند کې هک حیران به سیلانیان سي

نور به استشهاد ګڼي امسا د طالبي موسی

سر په خجالت به د ډالرو لیکوالان سي

نورو دوکه کړي او لار ورکي په پر لاره سي

حق باندې ګویا به مو (جابره) شاعران سي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close