روسيه: امريکا په افغانستان کې ناکامه ده او نور بايد خپل عسکر وباسي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، امريکا په افغانستان کې ناکامه ده، نور بايد خپل عسکر له افغانستانه وباسي او افغانان په خپلو کې سره جوړ شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخاروا په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، امريکا او متحدين يې افغانستان ته د ديموکراټيک حکومت د جوړولو او ترهګرۍ له منځه وړلو په موخه راغلې وو، خو د اتلس کالو په تېرېدو امريکا په خپلو ټولو ژمنو کې ناکامه شوې او نور بايد خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي، نور هغه وخت رارسېدلی، چې افغانان د ميز پر سر په خپلو کې سره کيني او شته ستونزې د بهرنيو له مداخلې پرته له سوله ييزې لارې پای ته ورسوي.

ماريا زخاروا د افغانستان په اړه د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو نوماند او پخواني مرستيال ولسمشر جو بايډن هغو څرګندونو ته هم غبرګون ښودلی، چې ويلي و، افغانستان هيڅکله د يوه متحد هېواد په توګه نه شي پاتې کېدای.

نوموړې ويلي، جو بايډن د امريکا يوه مهم مشر دی او هغه د افغانستان په اړه منفي څرګندونې کړي، په داسې حال کې، چې افغانستان واحد او نه ماتېدونکی ملت دی.

د افغانستان په اړه د جو بايډن څرګندونې په افغانستان کې او همدارنګه  په نړيواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

اوس دښاغلی رجب طیب په مشرۍ اسلامی اتحادجوړیدونکۍ دۍ افغانستان به یوعظیم اسلامی ملک جوړسی نوردکفارودتجاوزودوره تیریدونکی ده ملحدین دافغانستان چه ددوی په سترګوکی ازغۍ دۍ دافغانستان دتجزیی خوبونه وینی.عبدالواحد اڅګزۍ

اجمل
میلمه
اجمل

عبدالواحد صیب: کاش چی دومره توان او عظم د افغانستان پر سیاسیونو کی وای. دا ټول د پردیو جاسوسان دی که د کابل واکداران دی او که د قطر طالبان.####### دا به کوم بیغرته افغان ومنی چی افغان اردو دی ړنګه شی ولی د اصلاح نشی او نور کار پرې ونشی. مونږه د ضابط ### خبری واوریدی ډیر د شرم وړ خبری یی وکړی د بیغیرته ځوی. اسلامی اتحاد منظمی اردو، تحصیل کرده او با دسپلینه اشخاصو ته ضرورت لری چی د نړی په سطحه خپل اسلامی اخلاق دنیا والو ته وښیی نه داچی له جاهلو او بیسوادو څخه جوړه… نور لوستل »

محمدظاهر حلیمی
میلمه
محمدظاهر حلیمی

جوبایډن چی دافغانان خاوری دبشپړتیا دتهدیدپه اړه منفی نظریات لری لدی څرګندیږی چی دا غیرارادی څرګندونوپه هکله یوه شمیرمحدودبی وجدان مزدرلاسپوځی افغانان ورسره موافق دی خونشاالله یهوداودهغهوی مزدران به شرمیدلی لدی خاورشړل کیږی