
کندز: نفوذي عسکر دوه قومندانان او څلور عسکر وژلي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې يو تن نفوذي عسکر د دوو قومندانانو په شمول ۶ عسکر وژلي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه د امام صاحب ولسوالۍ اړوند عاقي بای سيمه کې يو نفوذي عسکر د عزيز او عمر په نامه دوه دولتي قومندانان او څلور عسکر په خپله پوسته کې وژلي دي.
#الفتح:
مهم: تیره شپه د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ اړوند عاقي بای سیمه کې نفوذي مجاهدینو د مزدور دښمن۲ تنه مهم قومندانان(عزیز او عمر) له ۴ نورو عسکرو سره په خپله پوسته کې دننه ووژل او له ۵ میله کلاشینکوفونو، ۱ راکټ او ډيرومهماتو سره یو ځای روغ او سالم تر مجاهدینو پورې راورسیدل.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) February 14, 2020
مجاهد وايي چې ياد نفوذي عسکر له پنځه ميله وسلې سره له طالبانو سره يو ځای شوی دی.
د يادونې وړ ده چې په دولتي ليکو کې وخت ناوخت ځينې عسکر په خپلو ملګرو بريدونه کوي او مرګ ژوبله اړوي.
څو ورځې وړاندې هم د ننګرهار ولايت شيرزادو ولسوالۍ کې يو افغان عسکر په امريکايي عسکرو بريد وکړ او ۷ امريکايان يې ووژل.
تر اوسه د کندز ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي
### چی عسکر بېچارګان ئې وژلی دی. ځینو نفوذیانو! ته د ورکړه سوو او تزریق سوو کیمیاوی – تخدیری ټابلیټونو ( کوم چی په لندن کی تولیدیږی ) د تخدیر د قدرت کچه ډېره لوړه وی.
دا خو داسې خبرې کوې لکه پخوانی خلقی ! !! دا ۲۰ کاله جنګیدلې طالبان نو ستا په نظر ټول دلندن دموادو عملبان او محطات دي ! نو د مذدور دولت عساکرو ته څوک مواد ورکوي چې اولس وژني !! هغوی داسې مواد دالر پيچه خلاصوي د cia دالر په جیب کې اچوي او نیشه یې مواد یې خوري ! دعدالت تله ښه ده خو ځینې انسانان عدالت نغواړي !!
له خېټې لګيا يې وروره،،
د وخت مرور به مو په دې بابولالو حتما نادم کړي .
بیا نو ستاسو د تاوتریخوالی کمول له امریکایانو سره دی نه له افغانانو سره. که داسی وی بیا نو ستاسو او کافرانو دواړو پر ضد جهاد روا دی.
مقصد دې له افغانانو څخه دا فاسد د غني دولت دی ؟ له اولس سره طالبان ستونځه نلري خو دمذدور فاسد دولت ځای نشته او نه هغه د اولس استازیتوب کولی شي !