کرونا ویروس: په یوه ورځ له «۲۵۰» زیات کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په چین کې د خپور شوي کرونا ویروس له کبله په یوه ورځ کې تر ۲۵۰ زیات ناروغان وژل شوي او له ۱۵زرو زیات نور پرې اخته شوي دي.

د چهارشنبې ورځ د فروري میاشتې ۱۲مه نېټه د کرونا ویروس لپاره تر ټولو خونړۍ وه چې یوازې په یوه ورځ ۲۵۴ تنه وژل شوي او ۱۵۱۵۲ تنه نور پرې اخته شوي دي.

چینایي چارواکي وایي، په تیرو دوه میاشتو کې دا لومړی وار دی چې د کرونا ویروس له کبله په یوه ورځ تر دې اندازې زیات ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې له دغه ویروس څخه ۱۲۱ تنه نور وژل شوي دي.

د یادې پيښې سره اوسمهال د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر ۱۳۸۰ ته ورسېد، او د اخته شویو کسانو شمېر له ۶۳زرو زیات شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي، د کرونا ویروس د تشخیص درمل وړاندې کول لا هم ډیر وخت غواړي، خو په وینا یې ددې په اړه جدي ګامونه اخیستل کیږي.

چینایي چارواکي انديښنه ښيي چې پر یاد ویروس د اخته شویو کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی، اوس هم ۵ لکه وګړي د کرونا ویروس اخته کسانو په څنګ کې پاتې کیږي چې د اخته کېدو ګواښ یې ډیر دی.

څو ورځې وړاندې د کرونا ویروس خطر ته په کتلو دې ته رسما نوم (COVID-19) نوم ورکړل شو.

باید وویل شي چې د کرونا ویروس که څه هم له چین څخه بهر په ۲۵ نورو هېوادونو کې هم خپور شوی دی، خو تر دې دمه یوازې د ۲ تنو د وژل کېدو خبر ورکول شوی، چې یو په فیلیپین او بل یې په جاپان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د